کابل (پژواک، ۲۱ کب ۹۸): مشرانو جرګې یوه ښځه او یو نارینه او ولسي جرګې درې نارینه او دوې ښځې له طالبانو سره د سولې مذاکراتي ټيم غړیتوب ته غوره کړل.
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون د کب په لسمه لاسلیک شو او له مخې یې باید د سولې بین الافغاني خبرې د کب په ۲۰ مه پیل شوې وای. یادې خبرې تر اوسه نه دي پیل شوې خو حکومتي چارواکي وايي جې ډېر ژر به مذاکراتي ټېم معرفي کړي.
ولسمشر غني د کب په ۱۷مه د ملي شورا د تقنیني دورې د دویمې ناستې د پرانیستې پر مهال وویل، د داسې مذاکراتي ټېم په اړه بحث شوی چې د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب وکړای شي.
دغه راز ولسي جرګې پنځه غړي چې دوې ښځې او درې نارینه دي، حکومت ته معرفي کړي.
د مشرانو جرګې غړې امنې افضلي نن رسنیو ته وویل، یادې جرګې زه او محمد اکبري د سولې مذاکراتي ټېم غړیتوب ته معرفي کړي یو.
دغه راز نن د ۲۲ ښځو په ګډون د ولسي جرګې ۶۰ غړو د یاد مذاکراتي ټېم غړيتوب ته نوماند و، خو یادو کسانو ته د رایې ورکولو په بهیر کې د ګډوډۍ او رایې ورکونې د ډول پر سر د اختلاف له امله میر رحمان رحماني دغه ټاکنې لغوه اعلان کړې.
وروسته رحماني، د کندهار د خلکو استازي روح الله اخندزاده، د کابل د خلکو استازي غلام حسین ناصري، د تخار د خلکو استازي حمیدالله بېګ، د بلخ استازي محمد علم ازدي او د هرات د خلکو استازي محمد صادق قادري ته دنده ورکړه چې د قومي ترکیب به نظر کې نیولو سره پنځه کسان د مذاکراتي ټېم لپاره معرفي کړي څو د جرګې له تایید وروسته د یاد ټېم د غړو په ډول معرفي شي، خو د جرګې ځينو غړو وویل چې دغه پنځه کسیز پلاوی هم باید د جرګې له خوا وټاکل شي.
یاد پنځه کسیز پلاوي د ولسي جرګې ۲۲ نارینه او ۱۰ ښځینه غړي وټاکل او د دوی له ډلې د کندز د خلکو استازي عبدالرووف ابراهیمي، د هرات د خلکو استازي قاضي نذیر احمد حنفي او غلام فاروق نظري، د نیمروز د خلکو استازې فریده حمیدي او د کندز د خلکو استازې فاطمه عزیزي د پچه اچونې له لارې د سولې مذاکراتي ټېم لپاره د ولسي جرګې د پنځو غړو په توګه وټاکل کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن