ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې هدفي وژنو خلک اندېښمن کړي

په غزني کې هدفي وژنو خلک اندېښمن کړي

author avatar
11 Mar 2020 - 14:53
په غزني کې هدفي وژنو خلک اندېښمن کړي
author avatar
11 Mar 2020 - 14:53

غزني ښار (پژواک، ٢١ کب ٩٨): د تېرې يوې اوونۍ په اوږدو کې په غزني ښار کې د يوه مدني فعال په ګډون درې کسان ترور شوي چې له امله يې د دغه ولايت اوسېدونکي اندېښمن دي او په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

په دې اړه د غزني ښار اوسېدونکي محمد کاظم رسولي د کب په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له کلونو راهيسې په دغه ولايت کې هدفي وژنې ترسره کېږي.

هغه وايي: ((په تېرو پنځو ورځو کې څو تنه په ښار کې دننه وژل شوي، له کلونو راهيسې دغه لړۍ راونه ده خو څوک يې مخه نه نيسي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې په غزني ښار کې ډېرى وخت امنيتي پوستو او  چک پاينټونو ته نږدې کسان ترور کيږي، خو مخه يې نه نيول کيږي.

همدارنګه مدني فعال محمد عارف فرهمند وايي، په دغه ولايت کې ډېرى وخت هغه خلک وژل کېږي، چې خلک پرې حساب کوي او د سر سړي وي.

هغه زياته کړه: ((دلته د دولتي کسانو ترڅنګ قومي مشران او مدني فعالان هم په نښه کېږي، دا يو لوى مشکل دى، حکومت يې بايد مخه ونيسي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د ترورونو د مخنيوي غوښتنه يې وکړه.

بلخوا د غزني امنيتي مسوولين نه غواړي په دې اړه څه و وايي.

خو د ولايت مقام مطبوعاتي کارمند او د والي سکرتر عزيز عظيمي پژواک ته وويل چې په تېرو پنځو ورځو کې په دغه ولايت کې دوه پوليس او يو مدني فعال ترور شوي دي.

ده زياته کړه، په دغو کسانو کې د ګيلان ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان، مدني فعال حمزه غفارزوى او يو بل پوليس شامل دي.

عظيمي زياتوي چې ډېرى مهال دغه شان وژنې د شخصي دښمنيو له امله ترسره کېږي.

ده وويل چې امنيتي مسوولينو د يادو درېيو کسانو د وژلو په تور تر اوسه درې کسان نيولي او د نورو نيولو هڅې روانې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.