ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” ننګرهار ” ورځپاڼه سل کلنه شوه

” ننګرهار ” ورځپاڼه سل کلنه شوه

author avatar
12 Mar 2020 - 14:56
” ننګرهار ” ورځپاڼه سل کلنه شوه
author avatar
12 Mar 2020 - 14:56

جلال اباد (پژواک، ۲۲ کب ۹۸): له ننګرهاره خپرېدونکې ددغه ولايت دولتي ورځپاڼه چې د تاسيس يې سل کاله پوره شول، کاليزه يې ونمانځل شوه؛ خو ګډونوالو يې د پخوا په پرتله د کميت او کيفيت خرابوالي باندې نيوکې وکړې.

دوی ويل، سل کاله وړاندې په کمو امکاناتو او ټکنالوجۍ باندې ياده ورځپاڼه هره ورځ خپرېدله، خو اوس دا ورځپاڼه په اوونيزه بدله شوې، چې ډېر کله دوو اوونيو کې يو ځل چاپېږي او مطالب يې هم د ولايت تر خبرونو ورمحدود شوي دي.

د معلوماتو له مخې، کله چې د هېواد د خپلواکۍ سترغازي شاه امان الله خان د خپلواکۍ اعلان وکړ او ننګرهار ته په سفر راغی د دغه ځای د خلکو د فکري رغون په موخه يې د محمود طرزي په وړانديز دا ورځپاڼه تاسيس کړه.

د فرهنګيانو او ليکوالو په وينا، د تاريخ په اوږدو کې دا چاپي رسنۍ ورځپاڼه پاتې شوې، د خلکو د فکري رغون لپاره يې ښه مطالب خپاره کړي، خو دې وروستيو دوو لسيزو کې ياده ورځپاڼه د کميت او کفيت له اړخه ډېره خرابه شوې ده.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو ډاډ ورکړ چې د ننګرهار ورځپاڼې په ګډون يې د ټولو دولتي ورځپاڼو د پرمختګ لپاره طرحه جوړه کړې چې د ولسمشر تر منظورۍ وروسته به يې عملاً کارونه پيل شي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د کب په ۲۲مه د ننګرهار ورځپاڼې سل کلن مزل د دغې ورځپاڼې په يوه نمانځغونډه کې و ارزول شو چې تر ډېره يې په اوسني بهير نيوکې کېدلې.

مدني فعال او د نظر خاوند انجنير اباسين بهير نيوکه وکړه چې دا ورځپاڼه سل کاله وړاندې په ډېرو کمو امکاناتو هره ورځ په ښو مطالبو چاپېدله خو اوس دا ورځپاڼه په اوونيزه بدله شوې او يوازې د ولايتي ادارې د خبرونو خپرولو پورې محدوده شوې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس رحيم الله خوږياڼي هم ومنله چې د ورځپاڼې کيفيت او کميت دواړه خراب شوي، خو لامل يې د وزارت له لوري دوی ته د امکاناتو نه ورکړه ده.

هغه زياته کړه، که لږ تر لږه دوی ته اجازه ورکړل شي چې د ورځپاڼې د پرمختګ لپاره خپله امکانات برابر کړي، نو کولی شي چې ورځپاڼه د اعلاناتو له لارې هم په خپلو پښو ودروي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل بيا نننۍ انټرنيټي نړۍ ته په کتو وړانديز وکړ چې دا ورځپاڼه دې په انلاين بڼه واوړي چې په کمو امکاناتو هره ورځ چاپ او خپلو لوستونکو ته ورسېږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو بيا ډاډ ورکړ چې د ټولو دولتي ورځپاڼو د پرمختګ او ښه کېدو لپاره يې په يوه طرحه کار کړی چې ډېر ژر به عملي شي.

 د دغه وزارت وياند صابر مومند له پژواک سره خبرو کې وويل، د وزارت له لوري د دولتي ورځپاڼو د ښه کېدو لپاره يوه طرحه جوړه شوې چې په دې کې د ننګرهار ورځپاڼې ته هم ځانګړې توجه شوې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.