ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“که لوګر کې د ښوونکو دکموالي ستونزه حل نه شي ځيني ښوونځي به بې ښوونکو وي”

“که لوګر کې د ښوونکو دکموالي ستونزه حل نه شي ځيني ښوونځي به بې ښوونکو وي”

author avatar
12 Mar 2020 - 14:39
“که لوګر کې د ښوونکو دکموالي ستونزه حل نه شي ځيني ښوونځي به بې ښوونکو وي”
author avatar
12 Mar 2020 - 14:39

پل علم (پژواک، ٢٢ کب ٩٨): د لوګر د پوهنې رياست چارواکي وايي، که چېرې د ښوونکو د کموالي ستونزه يې هواره نه شي، د مرکز په ګډون په ولسواليو کې به هم ځيني ښوونځي بې ښوونکو پاتې شي.

د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب د کب په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى کوښښ کوي چې په دغه ولايت کې زده کوونکو ته د زده کړو مناسب چاپيريال برابر کړي.

خو دى وايي چې د مسلکي ښوونکو او درسي موادو د کموالي له امله دوى نه شي کولاى په ښه توګه درسي خدمات وړاندې کړي.

ده زياته کړه: ((اوس مهال موږ درې سوه مسلکي ښوونکو ته اړتيا لرو خو وزارت تر اوسه دغه تشکيل موږ ته نه دى راکړى.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ټول لوګر ولايت کې په ٣٠٥ ښوونيزو مرکزونو کې زده کوونکي زده کړې کوي، خو ٤٠ سلنه زده کوونکو ته يې درسي مواد نه ورسيږي.

ده وويل: ((موږ خپل دغه مشکلات د ولايت له مقام او د پوهنې له وزارت سره شريک کړي، خو وزارت موږ ته ويلي چې د اوس لپاره دغه تشه په حق الزحمه استادانو ډکه کړئ، راتلوونکى کې به  بيا رسمي استادان وګومارل وشي.))

د عرب په وينا، که چېرې سږکال د دوى د ښوونکو ستونزه هوراه نه شي د ولسواليو ترڅنګ به په مرکز کې هم يو شمېر ښوونځي بې ښوونکو پاتې شي.

په ورته وخت کې د مرکز پل علم د شاهي کلا عالي لېسې د نهم ټولګي زده کوونکي نصروالله پژواک ته وويل چې تېرکال دوى د ښوونکو او کتابونو له کمښت سره مخ و.

ده وويل: ((پروسږکال موږ تر ډېره وخته کتابونه نه درلودل، بيا وروسته ځينې کتابونه تر اخر د کاله استاد نه درلوده.))

په ورته وخت کې د لوګر د ولايتي شورا منشي عدالت عبدالرحيمزي پژواک ته وويل، حکومت مسووليت لري چې ټولو زده کوونکو ته د زده کړو مناسب چاپيريال برابر کړي.

هغه زياته کړه: ((دلته د پوهنې بهير ښه روان دى، خو تر کومه چې موږ په ښوونځيو کې څارنه کړې، ډېرى امرين د ښوونکو له کموالي شکايت کوي.))

ده وويل چې دوى د ښوونکو د کموالي ستونزه د پوهنې له رياست او ولايت مقام سره شريکه کړې ترڅو د حل يوه لار ورته پيدا کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.