ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تاجکستان له خوا د شېرخان بندر تړل کېدو سوداګر له ستونزو سره مخ کړي

د تاجکستان له خوا د شېرخان بندر تړل کېدو سوداګر له ستونزو سره مخ کړي

author avatar
14 Mar 2020 - 15:59
د تاجکستان له خوا د شېرخان بندر تړل کېدو سوداګر له ستونزو سره مخ کړي
author avatar
14 Mar 2020 - 15:59

کندوز ښار (پژواک، ٢٤ کب ٩٨): د کندوز د شېرخان بندر سوداګر وايي چې د تاجکستان هېواد له لوري د دغه بندر تړلو له ګڼو مالي او نورو ستونزو سره مخ کړي چې بايد حل شي.

شاوخوا ١٥ ورځې وړاندې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه تاجکستان هېواد د کندوز په شېرخان بندر کې خپله پوله له افغانستان سره وتړله.

خو په دغه بندر کې سوداګر بيا وايي چې له يو لوري د لارو تړلو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د دوى له ډلې د شېرخان بندر د سوداګرو اتحاديې رييس سيد مجتبى هاشمي د کب په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تاجکستان هېواد، افغان سوداګرو ته د مالونو د انتقالولو اجازه نه ورکوي.

هغه وايي: ((د تاجکستان سوداګر ازادنه تګ راتګ کوي، خو موږ ته اجازه نه راکول کيږي، دې کار موږ له ميليونونو تاوان سره مخ کړي يو.))

نوموړي دا هم وويل چې ګڼ شمېر افغان سوداګر په تاجکستان هېواد له کمپنيو سره تړونونه لري چې بايد په هرو دوه اونيو له اړوندې کمپنۍ سره يوځل جلسه وکړي خو د لارې د بنديدو له امله دغه غونډې هم ځنډيدلي دي.

هغه د بېلګې په توګه وويل: ((موږ هلته د سمنټو فابريکو سره تړون لرو، موږ ته اجازه نشته چې ورشو او ورسره کينو خو د نورو بندرونو له لارې بيا سمنټ هېواد ته راوړل کيږي چې دغه کار زموږ لپاره يو لوى تاوان دى.))

دغه راز په دغه بندر کې يو تن سوداګر محمد سردار پژواک ته وويل چې د تاجکستان هېواد له لوري د پولې تړلو افغان سوداګر سخت زيانمن کړي دي.

هغه زياته کړه: ((حکومت بايد عاجل اقدام وکړي، دا يو لوى مشکل دى، هر ورځ سواګر په تاوان کې روان دي.))

يو شمېر نورو سوداګرو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت نه يې غوښتنه وکړه چې د تاجکستان پر وړاندې په ورته عمل لاس پورې کړي.

په ورته وخت کې په کندوز کې د سوداګرۍ خونې د صادراتو مدير مسعود وحدت پژواک ته وويل چې د بندر تړل کېدو له امله سوداګريزې چارې له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.

ده وويل چې حکومتي چارواکي بايد په دې اړه د تاجکستان هېواد له حکومت سره خبرې وکړي ترڅو افغان سوداګرو ته هم د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.