جلال اباد (پژواک، ۲۵ کب ۹۸): د ننګرهار د کانال رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د شاتو مچيو د توليد او روزنې په موخه د بېرو ونو باغونه جوړېږي چې په ازمايښتي ډول يې د ۷۵۰۰ نیالګيو ایښودو لړۍ پيل کړې ده .
په دغه ولايت کې د شاتو د توليد لپاره د مچيو روزنې ۶۰۰ لوی او واړه فارمونه شته چې هر کال شاوخوا پنځه سوه ټنه شات توليدوي.
د معلوماتو له مخې، دلته د ځنګلونو او باغونو د کمښت له امله دغه فارم لرونکي خپلې مچۍ د شاتو د توليد په موخه ګاونډ پاکستان ته وړي چې ورسره د شاتو نرخونه هم لوړېږي او ګټه يې هم له دغه هېواد سره نيمايي کېږي.
اوس د کرنې وزارت هڅه پيل کړې چې د دې چارې مخه ونيسي او دلته د باغونو په جوړولو سره د شاتو مچيو د توليد او روزنې زمينه برابره کړي.
د ننګرهار کانال وادي کرنیز شرکت د هډې فارم امر انجینر سید آغا میاخېل پژواک اژانس ته وويل، د دې فارم په دویم بلاک سیمه کې يې د کیندلو چارې پیل کړي او ژر به ور باندې د اووه نیم زره بېرو ونې کینوي .
هغه زیاتوي، د یادو ونو له ایښودو یې موخه د شاتو مچیو او شاتو د تولید ترویجول او د کانال ریاست پخواني حالات ته ګرځول دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د بېرو د ځنګلونو او باغونو جوړولو يوه بله موخه دا هم ده چې د شاتو توليدوونکو فارم لرونکو لپاره په کور دننه د شاتو د ساتنې زمينه برابره شي او پاکستان ته يې د تګ مخه ونيول شي.
بلخوا د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي، روان کال په دغه ولايت کې د شاتو د توليد او کاروبار له امله ۱۲۵ ميليونه افغانۍ عوايد راټول شوي او دغه راز يې زرګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابره کړې ده.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وياند انعام الله مياخېل پژواک ته وويل، اوس مهال په دغه ولایت کې د شاتو ۶ سوه واړه او غټ فارمونو کې، په ۲۵زره صندوقونو کې د شاتو مچۍ روزل کېږي چې روان کال کې یې پنځه سوه ټنه د شاتو حاصلات ورکړي دي .
نوموړی زیاتوي، دوی یو کیلو ښه شات په ۲۵۰ افغانۍ پلوري چې په روان کال کې یې له پنځه سوه ټنو څخه ۱۲۵ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي او د شاتو مچیو روزنې، بسته بندۍ او نورو برخو کې شاوخوا ۳ زره کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي دي .
په همدې حال کې په ننګرهار ولایت کې د شاتو مچیو د روزونکو اتحادیې مشر ریاض محمد رودوال پژواک ته وويل، سږ کال یې د تېر په پرتله د شاتو په حاصلاتو کې سل ټنه زیاتوالی راغلی او لامل یې هم امنیتي وضعیت ښه والی دی چې دوی د سپین غر لمنو کې خپل فارمونه هم فعال وساتل .
دی وايي، که په ننګرهار کې د شاتو مچيو د ساتنې لپاره د بېرو او نورو ميوه لرونکو ونو باغونه ورغول شي نو د دوی د شاتو توليدات به د هيواد ټولو ولايتونو سربېره نورو هيوادونو ته هم صادر شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن