ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“هلمند او زابل کې ۱۴ طالبان وژل شوي”

“هلمند او زابل کې ۱۴ طالبان وژل شوي”

author avatar
15 Mar 2020 - 13:48
“هلمند او زابل کې ۱۴ طالبان وژل شوي”
author avatar
15 Mar 2020 - 13:48

کلات- لښکرګاه (پژواک، ٢٥ کب ٩٨): امنيتي چارواکي وايي چې په زابل او هلمند ولايتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې ١٤ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

په زابل کې د ملي اردو د دويمې پلې لوا رييس ارکان ډګروال احمد جان احمدي د کب په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ميزانې ولسوالۍ د ملا فيضو کلي کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي او يو شمېر وسلې او تجهيزات يې له منځه تللي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په هلمند کې هم وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الرحمن جواد نن پژواک ته وويل چې تېره شپه د مارجې ولسوالۍ اړوند د کمپ په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او ځيني نور يې ټپيان شوي دي.

د قوماندان په وينا، په وژل شوو کې د طالبانو دوه قوماندان ملا عمري او ملا مسافر هم شامل دي.

جواد زياتوي چې په ياده سيمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د هاوان يوه توغول شوې مرمې پر يوه کور لګېدلې چې له امله يې د يوه ماشوم په ګډون درې تنه ټپيان شوي دي.

قوماندان وايي چې په ياده جګړه کې افغان امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي دي چې تېره شپه طالبانو د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د بيلري په سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې اووه پوليس وژل شوي، وسلې او مهمات يې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.