ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې طالبانو پنځه پولیس د غلا پر مهال وژلي دي

هلمند کې طالبانو پنځه پولیس د غلا پر مهال وژلي دي

author avatar
15 Mar 2020 - 15:29
هلمند کې طالبانو پنځه پولیس د غلا پر مهال وژلي دي
author avatar
15 Mar 2020 - 15:29

لښکرګاه (پژواک، ٢٥ کب ٩٨): د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې پنځه پوليس د غلا پر مهال د طالبانو په بريد کې وژل شوي او دغه مسئله طالبان هم تاييدوي.

په هلمند کې يوې سرچينې د کب په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو ورځې وړاندې پنځه پوليس د ګرمسېر ولسوالۍ ريګ جبار سيمې ته د قاچاقبرو د مخنيوي په موخه ورغلي دي.

هغه وايي: ((د قاچاقبرو د مخنيوي په بهانه ورغلي وو خو هلته يې غلاوې کولې، په لويه لار کې يې له خلکو پيسې اخيستې، وروسته طالبانو نيولي بيا يې راوړي په عصمت بازار کې يې په عام محضر کې يې پر ډزو وژلي دي.))

دغه راز د هلمند د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مسوول نظر محمد رودي هم پژواک ته وويل چې حکومت بايد د ګرمسېر ولسوالۍ په ريګ جبار سيمه کې د پوليسو د وژلو پېښه جدي تعقيب کړي.

هغه وايي: ((حکومت په يوه او بل نوم ځان تېروي، پلاوى بايد وټاکي او دغه پېښه بايد جدي وڅېړي او روښانه شي چې دغه کسان ولې او څنګه وژل شوي دي.))

همدارنګه يو قومي مشر حضرت محمد بارکزي پژواک ته وويل چې ځيني قوماندانان د غلاوو په موخه خپل کسان د ريګ سيمې ته استوي.

دى وايي: ((تېرکال هم لس سرتيري د ريګ جبار په سيمه کې د غلا پرمهال طالبانو نيولي وو بيا وژلي وو.))

بل لور ته د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم د يادو کسانو د وژل کېدو پېښه تاييد کړه خو وايي چې د موضوع د روښانتيا لپاره يو پلاوى ټاکل شوى دى.

ده وويل: ((پلاوى څېړنې کوي، دا به معلومه کړي چې دغه پوليس پر خپل سر تللي وو، که چا لېږلي وو؟ وروسته به نور معلومات له رسنيو سره شريک کړو.))

بلخوا وسله وال طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې پنځه پوليس هغه مهال د طالبانو په بريد کې ووژل شول چې په ګرمسېر ولسوالۍ کې يې له خلکو غلاوې کولې.

هغه وايي: ((دا د ياسين خان (هلمند والي) خاص کسان وو چې د غلا پر مهال په بريد کې وژل شوي دي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.