ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې ۲۶ ټنه شات تولید شوي

په کندهار کې ۲۶ ټنه شات تولید شوي

author avatar
15 Mar 2020 - 17:20
په کندهار کې ۲۶ ټنه شات تولید شوي
author avatar
15 Mar 2020 - 17:20

کندهار (پژواک، ۲۵ کب ۹۸): د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د شاتو مچیو فارمونو ۲۶ ټنه شات تولید کړي چې د تېر په پرتله ۱۸ سلنه ډېروالی په کې راغلی دی.

د کرنې ریاست د مالدارۍ د ترویج مدیر انجنیر محمد الله نوري له پژواک سره په مرکه کې وویل، په دغه ولایت کې د شاتو مچیو ۱۰۲ لوی او کوچني فارمونه شته چې هر فارم له ۵ تر ۴۵۰ صندوقه مچۍ لري.

هغه زیاته کړه، په روان کال کې له دغو فارمونو ۲۶ زره کیلوګرامه(۲۶ ټنه) شات تر لاسه شوي چې د تېر په پرتله په کې ۸ زره کیلوګرامه(۸ ټنه) ډېروالی راغلی دی.

دی وايي، تېر کال په کندهار کې ۱۸ زره کیلوګرامه(۱۸ ټنه) شات تر لاسه شوي وو.

نوموړي وویل، په کندهار کې د شاتو مچیو فارمونه مخ پر ودې روان دي او هره ورځ لسګونه کسان د کرنې ریاست ته ورځي او د فارمونو جوړولو اړوند مشورې او معلومات تر لاسه کوي.

د هغه په وینا، په کندهار کې لومړی فارم په ۱۳۸۶ لمریز کال کې جوړ شو او تر ۱۳۹۱ لمریز کال پورې بېلابېل فارمونه جوړ شول، خو دا چې په دې برخه کې تجربه کمه وه، یو په بل پسې ناکام شول.

خو د ده په خبره، له یاد شوي کال وروسته یې یو ځل بیا له نوو تجربو سره په دې ولایت کې د شاتو مچیو فارمونو جوړولو ته ملا وتړله چې په دې لړ کې د خصوصي سکتور او ځینو پروژو له لارې لسګونه فارمونه جوړ شول او دا ځل یې هڅې بریالۍ شوې.

دی وايي، په ۱۳۹۴ لمریز کال کې له دغو فارمونو بریالۍ عسل کشي وشوه او په دې توګه یې خلک وهڅول چې د فارمونو جوړول دوام پيدا کړي.

نوري زیاتوي، اوسمهال د کندهار دوه ډوله شات مشهور دي چې یو یې د ولې یا لاچې شات او بل یې د ریحان شات دي چې د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې کشف شوي دي.

د ده په وینا، په کندهار کې د شاتو مچیو له فارمونو سره د شاتو پلورنځي او شرکتونه هم ډېر شوي چې شمېر یې ۷ ته رسېږي.

دی وايي، دغه شرکتونه شات تصفیه او بسته بندي کوي او بیا یې په منظمه توګه بازار ته وړاندې کوي.

د ده په خبره، د کندهار شات کابل، فراه، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو ته هم استول کېږي، خو بهر ته په لېږلو یې ډېر لګښت راځي، نو ځکه لا تر اوسه بهر ته صادرات نه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.