ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کوېټه کې بند پاتې دوه زره افغانان پرون ناوخته کندهار ته را رسېدلي

کوېټه کې بند پاتې دوه زره افغانان پرون ناوخته کندهار ته را رسېدلي

author avatar
15 Mar 2020 - 13:41
کوېټه کې بند پاتې دوه زره افغانان پرون ناوخته کندهار ته را رسېدلي
author avatar
15 Mar 2020 - 13:41

کندهار ښار (پژواک، ٢٥ کب ٩٨): د بلوچستان ولايت په چمن ښار کې بند پاتې دوه زره افغانانو پرون ناوخته د کندهار سپين بولدک ته را ورسېدل.

په سپين بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو کمېسار شريف غرزي د کب په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ له ډېرو هڅو وروسته وتوانېدل ۲زره هغه افغانان چې د کرښې هغې غاړې ته په چمن ښارګوټي کې بند پاتې وو، هېواد ته راستانه کړي.

هغه زياته کړې، په دوی کې ښځې، ماشومان، سپين ږيري او نور شامل وو چې د خپلو ناروغیو د درملنې لپاره پاکستان ته تللي وو او د لارې د تړل کېدو له امله بند پاتې وو.

غرزى وايي، د دوی د هڅو په پايله کې پاکستاني لوري تېره ورځ ناوخته اجازه ورکړه چې دغه کسان پر فرعي لار خپل هېواد ته را واوړي خو عمومي لار یې لا هم تړلې ساتلې ده.

کمېسار وويل پاکستاني لوري يوازې هغې ته غاړې ته بند پاتې افغانانو ته د تګ اجازه ورکړه خو خپلې خاورې ته یې افغانانو ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړې.

غرزي وویل، دغلته یوه روغتیايي ډله ګومارل شوې او ټول افغانانو ته یې تر چیک وروسته اجازه ورکړه چې خپلو کورونو ته ستانه شي.

دی زیاتوي، لار لا هم د هر راز تګ راتګ لپاره تړلې او نه پوهېږي چې پاکستاني لوری به تر کومې دغه لار تړلې ساتي.

د يادونې ده، پاکستان لومړى د سپين بولدک - چمن لاره د يوې اوونۍ لپاره وتړله، خو څو ورځې مخکې يې اعلان وکړ چې دا يې دوو اونيو ته وغځوله.

خو د پاکستان حکومت د کرونا ناروغۍ د مخنيوي په موخه وړمه ورځ له افغانستان او ايران سره تر راتلونکې يوې مياشتې لپاره د خپلو ټولو لارو د تړلو اعلان وکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.