کابل (پژواک، ۲۶ کب ٩٨): د عامه اړیکو دولتي کمېټې تصمیم نیولی چې په کابل او هغو ولایتونو کې چې د کرونا مثبتې پېښې په کې ثبت شوې دي، حمامونه وتړي او په هوټلونو کې پر مراسمو بندیز ولګوي.
په هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۱ ته رسېدلې چې ۱۲ یې په هرات، درې په سمنګان، دوې په لوګر او یوه ــ یوه په بادغیس، کاپیسا، بلخ او دایکنډي ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د حکومت د رسنیو مرکز رییس فېروز بشري پژواک ته وویل، د عامه اړیکو دولتي کمېټې چې د وحید عمر په مشرۍ د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي او وقایې لپاره جوړه شوې نن ناسته ترسره کړه.
د ده په خبره، د یادې کمېټې رییس وحید عمر ویلي چې حکومت تصمیم نیولی چې په کابل او یادو ولایتونو کې ټول حمامونه او سونا وتړي او په یادو ولایتونو کې په هوټلونو کې د مراسمو ترسره کول بند کړي.
بشري زیاته کړه چې کابل ښاروالي مکلفه ده چې تر سبا ټولو هوټولونو، حمامونو او سوناوو ته په رسمي ډول په دې اړه خبر ورکړي.
د یادونې ده، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ښوونیز او تحصیلي مرکزونه، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموینه، په ولایتونو کې د نوروز جشن او ورزشي سیالۍ هم لغوه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن