ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعودي، مصر او منګوليا ولسمشر غني ته د بیا انتخابېدو په مناسبت مبارکي ورکړې

سعودي، مصر او منګوليا ولسمشر غني ته د بیا انتخابېدو په مناسبت مبارکي ورکړې

author avatar
16 Mar 2020 - 16:53
سعودي، مصر او منګوليا ولسمشر غني ته د بیا انتخابېدو په مناسبت مبارکي ورکړې
author avatar
16 Mar 2020 - 16:53

کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٨): د سعودي عربستان د حرمینو شریفینو خادم، د مصر او منګوليا ولسمشرانو او د اسیا پراختیایي بانک ريیس د جمهور رئيس محمد اشرف غني د بیا انتخابېدو په مناسبت ده ته مبارکي ورکړې ده.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني ته د جمهور رئیس په توګه د بیا انتخابېدو په مناسبت د سعودي عربستان پاچا د حرمینو شریفینو د خادم ملک سلمان بن عبدالعزیز آل سعود په استازیتوب په کابل کې د یاد هېواد د استوګن سفیر له لوري د مبارکۍ پیغام رارسېدلی دی.

سرچينه زياتوي، په کابل کې د سعودي عربستان استوګن سفیر جاسم بن محمدالخالدي په دغه پیغام کې لیکي: "د اعلیحضرت د حرمینو شریفینو د خادم ملک سلمان بن عبدالعزیز آل سعود په نمایندګۍ غواړم دروند جلالتماب ته مو د دوهمې دورې د بریا په پار د مبارکۍ ستر مراتب وړاندې کړم."

په یاد پیغام کې زياته شوې، له دغه فرصت څخه په استفادې د سعودي عربستان حکومت او ولس د افغانستان لپاره خپلې نېکې هیلې او پېرزوینې وړاندې کوي، الله (جل جلاله) دې دغه ورور هېواد ته امن، ثبات او سلامتیا ور په برخه او ستاسو د ریاست دوره دې په پرمختګ او هوساینې ښایسته کړي.

د سعودي عربستان د پاچا او حرمینو شریفینو د خادم  د پیغام په پای کې لیکلي: "جلالتماب رئیس! الله (ج) مو حافظ او ناصر شه او د دایمي امن او سلامتیا له نعمت څخه یې برخمن اوسئ."

له بلې خوا ولسمشر محمداشرف غني ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د رئیس په توګه د بیا انتخابېدو په مناسبت د مصر د جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي د مبارکۍ پیغام رارسېدلی دی.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې تېره ورځ له ارګ څخه خپره شوې ده.

سرچينې د مصر د ولسمشر له قوله ليکلي: "بشپړ باوري یم چې په ټاکنو کې ستاسې بریا او د دویم ځل لپاره د جمهور رئیس په توګه ستاسې ټاکنه به د ورور افغانستان خلکو ته ستاسې د دویم ځلي خدمت کولو زمینه برابره کړي."

په دې پیغام کې څرګنده شوې ده، د دواړو هیوادونو د ولسونو د هیلو پوره کولو لپاره د دوه اړخیزو همکاریو او مناسباتو پراختیاپه برخه کې په راتلونکو کلونو کې د افغانستان له جمهور رئیس سره کار کولو ته سترګې په لار دی.

سیسي لیکلي: "هیله لرم چې په دغه ستره وظیفه کې ستاسې بریا د افغان ولس د هوساینې او ارامۍ په برخه کې ګټوره واقع شي."

ارګ دغه راز وايي چې د منګولیا د جمهور رئیس خالتا بتولګا له لوري هم په دې مناسبت د مبارکۍ پیغام را رسېدلی دی.

د ده په پيغام کې راغلي: "د منګولیا د خلکو او حکومت په استازیتوب د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس په توګه ستاسو د بیاانتخابېدو په خاطر د خپلې مبارکۍ مراتب وړاندې کوم."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.