ښرنه (پژواک، ٢٦ کب ٩٨): د پکتيکا والي وايي چې د کرونا ويرويس د مخنيوي په موخه يې د انګور اډې او قمرالدين لويې لارې له ګاونډي هېواد پاکستان سره د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړلې دي.
دغه څرګندونې د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني د کب په ٢٦مه په مرکز ښرنه کې د يوې خبري غونډې پرمهال وکړې.
والي وويل چې په دې وروستيو کې د کرونا ويروس د خپرېدو وېره ډېره شوې ده نو بايد ځنيي اقدامات ترسره شي.
هغه وايي چې د همدې ويروس د مخنيوي په موخه يې نن د برمل ولسوالۍ د انګور اډې او د وړممۍ ولسوالۍ د قمرالدين لويې لارې د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې له ګاونډي هېواد پاکستان سره تړلي دي.
ده زياته کړه: ((دغه لارې به تر هغه تړلې وي، څو د کرونا ويروس وېره نه وي ختمه شوي.))
د والي د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې له پاکستان او ايران هېوادونو شاوخوا دوه رزه کسان دغه ولايت ته ستانه شوي چې خلک يې د کرونا ناروغۍ درلودو له امله اندېښمن کړي دي.
دى وايي: ((خلک وېره لري چې دغه کسان به کرونا ولري، نو ځکه موږ پولې وتړلې، څو د دغه مرض مخه ونيول شي او په دې اړه مو جدي تدابير هم نيولي دي.))
په همدې غونډه کې د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکټر رسولي وويل چې په دغه ولايت کې تر اوسه د کرونا ناروغۍ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
خو دى وايي: ((له پاکستان او ايران څخه د دغو کسانو په راتګ سره د دې ويروس د خپرېدو ويره پيدا شوې ده.))
ډاکټر رسولي وويل چې په دغه ولايت کې له کرونا ناروغي سره د مبارزې لپاره يې ټول اړين تدابير نيولي دي.
بل لور ته په پکتيکا کې يو تن ډاکټر د نوم د نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل: ((زموږ ډاکټران په دغه ولايت کې ځانګړي لباسونه نه لري او له وېرې مريض کس ته نه شي نږدې کېدلاى چې دى مرض ونه ونيسي.))
د يادونې ده، تر دې دمه په ټول هېواد کې د کرونا ويروس ٢١ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن