ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غور او فاریاب کې ۱۲ امنیتي منسوبین او ۱۸ طالبانو وژل شوي

په غور او فاریاب کې ۱۲ امنیتي منسوبین او ۱۸ طالبانو وژل شوي

author avatar
16 Mar 2020 - 15:16
په غور او فاریاب کې ۱۲ امنیتي منسوبین او ۱۸ طالبانو وژل شوي
author avatar
16 Mar 2020 - 15:16

 

فېروزکوه/ میمنه (پژواک، ۲۶ کب ۹۸): په غور کې د طالبانو په برید کې ۱۱ امنيتي سرتېري او ۱۵ طالبان وژل شوي او په فاریاب کې په جلا بریدونو کې د یوه ملکي، یوه امنیتي منسوب او درېیو طالبانو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

د غور ولایت چارواکي تاییدوي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د غور- هرات پر لویه لار پر یوه امنیتي پوسته برید کړی چې په پایله کې یې ۱۱ امنیتي ځواکونه او ۱۵ طالبان وژل شوي او ۶ نور امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

د غور ولایت د شهرک ولسوال محمد کبیري پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه برید تېره شپه ۹ بجې د غور- هرات پر لویه لار د یاد ولایت د شهرک ولسوالۍ اړوند د «سلام خانې» پر پوسته شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په دغو څو ساعته ډزو کې طالبانو د امنیتي ځواکونو دوه هاموې ټانګونه سوځولي او یو بل یې له ځان سره بيولی دی.

بلخوا د غور والي غلام ناصر خاضع دغه برید تاییدوي خو په کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه له دقیقو معلوماتو ورکولو ډډه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه شپې وړاندې هم طالبانو پر همدې پوسته برید کړی و، څلور امنیتي سرتېري په کې وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي وو.

د یوه خبره له مخې، د دولت اباد په قیصار او د فاریاب په کوهستان ولسوالیو کې هم په جلا بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د فاریاب د پولیسو مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه ۳ بجې وسله والو طالبانو د قیصار ولسوالۍ په ینګي تاشقول کلي کې پر امنیتي پوستو برید کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، ډزو د سهار تر پنځو بجو دوام وکړ چې په نتیجه کې د مولوي شفیق د سرې قطعې تروریستي ډلې اړوند درې طالبان، یو امنیتي سرتېری او یو ملکي ووژل شول، څلور طالبان، یو امنیتي سرتېری او یو ۱۵ کلن ځوان چې پلار یې مړ شوی و هم ټپي شوي دي.

د یورش په خبره، ملکي خلک د طالبانو د مرمیو له امله وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د فاریاب پولیس وايي چې په دولت اباد او کوهستان ولسوالیو کې د طالبانو په برید کې دوه سرتېري هم ټپیان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.