جلال اباد (پژواک، ۲۷ کب ۹۸): د ننګرهار يو شمېر ديني عالمانو په جلال اباد ښار کې د خوراکي توکو د نرخونو د کنټرول لپاره دوکاندارانو ته عامه پوهاوی پيل کړ.
دوی وايي، په يو ځل او خپلسري توګه د نرخونو لوړول په اسلام کې ناروا عمل دی نو ځکه له دوکاندارانو غواړي چې له دې کړنې لاس واخلي.
وروسته له هغه چې پاکستان د کرونا ويروس د مخنيوي په خاطر د تورخم دروازه وتړله، په جلال اباد ښار کې د خوراکي توکو نرخونه په بېساري ډول لوړ شول چې د خلکو له سختو نيوکو سره مخ شو.
د ننګرهار ولايتي ادارې خو لا پرون يو شمېر مسوولين جلال اباد ښار ته ولېږل او د نرخونو د کنټرول په خاطر يې په لوړو بيو پلورونکي يو شمېر دوکانداران جريمه کړل او هټۍ يې ور وتړلې.
نن د کب په ۲۷مه د ننګرهار يو شمېر ديني عالمانو د همدې چارې د مخنيوي په موخه جلال اباد ښار کې دوکان په دوکان وګرځېدل او له خلکو يې وغوښتل چې نرخونه بېرته عادي حالت ته وګرځوي.
ديني عالم مولوي حبيب الله جلال ابادي وويل، د نرخونو لوړول پر خپل سر باندې هم د اسلام له مخې ناروا کړنه ده او هم د قانون له مخې جرم دی.
هغه پر خلکو غږ وکړ چې د داسې دوکاندارانو په نيولو کې دې له ولايتي ادارې سره مرسته وکړي او دوکانداران دې ور په نښه کړي.
دغه راز ياد ديني عالم له دوکاندارانو هم وغوښتل چې دا کړنه ظلم دی او له ظلم کولو دې ډډه وکړي.
په جلال اباد ښار کې پرچون پلورونکي دوکانداران تور پورې کوي چې پرې عمده پلورونکي دوکاندارانو توکي په لوړه بيه خرڅ کړل نو ځکه دوی هم په لوړه پلورل.
د دوی له ډلې ولي الله وايي: ((موږ پرچون پلورونکي يو، دوکانداران يې په موږ په لوړه بيه خرڅوي موږ هم مجبور يو چې دېرش څلوېښت روپۍ په کې وګټو.))
خو عمده پلورونکي دوکانداران بيا وايي، پرچون پلورونکو پر خپلسر نرخونه لوړ کړي چې ولايتي اداره يې بايد کنټرول کړي.
حاجي مزمل د عمده پلورونکو دوکاندارانو له ډلې دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن