د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

روان کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه ٢١ سلنه لوړه شوې

روان کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه ٢١ سلنه لوړه شوې

Mar 17, 2020 - 17:11

کابل (پژواک،٢٧کب ٩٨ ):د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي چې په روان کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه ٢١ سلنه لوړه شوې چې د را ټېټولو لپاره يې بايد جدي هلې ځلې وشي.

د افغان خبريالانو مرکز اجرايي مشر، احمد قريشي د کب په ٢٧مه د خبريال ورځې په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې دغه مرکز روان کال کې د هېواد په کچه د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١١٦ پېښې ثبت کړي، په داسې حال کې چې دا شمېره تېرکال  کې ٩٢ وه.

د نوموړي په وينا، دا شمېرې په ګوته کوي چې روان کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه ٢١ سلنه لوړه شوې ده.

د نوموړي په وينا، په روان کال کې د رسنيو پنځه خبريالان او کارکوونکي وژل شوي، ٢٢ ټپيان شوي، ٢٨ ګواښل شوي، ٣٢ ته سپکاوى شوى، ١٨ تښتول شوي، اته نيول شوي، شپږ ډبول شوي او د څلورو پر وړاندې وسله وال اقدام شوى دى.

 قريشي وايي چې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېره برخه دحکومتي چارواکو او کارکوونکو له لوري ترسره شوې ده.

قريشي وړانديز وکړ چې د خبريالانو د تاوتريخوالي د قضيو د څېړلو په موخه بايد د رسنيو او حکومت يوه ګډه کمېټه رامنځته شي، ترڅو اړوندې قضيې وڅېړي.

ده وويل چې هېواد کې د وسله والو مخالفينو د خوځښتونو زياتېدل، د ناامنيو پراخېدل او د رسنيو اقتصادي ستونزې د اندېښنې وړ دي.

دغه راز په ياده غونډه کې د ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش وويل چې حکومت د بيان له ازادۍ څخه کلک ملاتړ او په دغه برخه کې له رسنيو سره پوره همکاري کوي.

هغه زياته کړه چې د بين الافغاني مذاکراتو په پلاوي کې به د رسنيو يو استازى هم شامل وي، ترڅو د مذاکراتو پرمهال د رسنيو او خبريالانو ټولې غوښتنې مطرح کړي.

ددې خبري غونډې په پاى کې د ١٣٩٨ کال خبريال جايزه د اطلاعات روز ورځپاڼې خبريال لياقت لايق ته ورکړل شوه او د دې ترڅنګ د پژواک خبري اژانس خبريالې جميلې کريمي په ګډون نهو نورو خبريالانو ته د کال د غوره راپور چمتوکوونکو په نوم ستاينليکونه ورکړل شول.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan