ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر قومي مشران او دیني عالمان د اوربند او سولې کولو غوښتنه کوي

د لوګر قومي مشران او دیني عالمان د اوربند او سولې کولو غوښتنه کوي

author avatar
18 Mar 2020 - 14:38
د لوګر قومي مشران او دیني عالمان د اوربند او سولې کولو غوښتنه کوي
author avatar
18 Mar 2020 - 14:38

پل علم (پژواک، ٢٨ کب ٩٨): د لوګر ولايت قومي مشرانو او ديني عالمانو د يوې غونډې په ترڅ کې له حکومت او وسله والو طالبانو د تلپاتې اوربند او سولې غوښتنه وکړه.

د لوګر ولايت يو شمېر قومي مشرانو، ديني عالمانو او سلګونو اوسيدونکو د کب په ٢٨مه په مرکز پل علم کې د سولې اړوند لويه غونډه جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې يوه قومي مشر سيد فرهاد اکبري وويل چې اوربند او بین الافغاني خبرې اترې په هېواد کې د یوې تلپاتې سولې او ثبات لامل کېداى شي.

اکبري وایي: ((موږ په هېواد کې یو اسلامي او ولسواکه حکومت لرو او  اوسنۍ جګړه هېڅ  شرعي اړخ نه لري او له امنيتي ځواکونو سره جنګ حرام دی.))

همدارنګه دیني عالم محراب الدین په خپله وینا کې د دولت له وسله والو مخالفینو وغوښتل چې نور له وژلو او هېواد له ورانولو لاس واخلي؛ اوربند وکړي او ژر تر ژره د بین الافغاني خبرو اترو له لارې دې د هېوادوالو غوښتنې او د سولې راوستو ته غاړه کېږدي.

هغه وویل: ((دا چې له هېواده د امریکایي عسکرو د وتلو لړۍ پیل شوې، نو لازمه نه ده چې نور دې وسله وال مخالفین له افغان حکومت سره جګړه وکړي او د دوی د یادې جګړې روا والي ته هېڅ کومه دیني توجِيه هم نه لري.))

د غونډې برخه والو وویل چې د سولې او بین الافغاني خبرو په لړ کې باید د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې هم په پام کې ونیول شي.

د ویلو ده، د یادې غونډې په پای کې یو شپږ ماده ییز پرېکړه لیک هم ولوستل شو چې د دولت له وسله والو مخالفینو په کې غوښتل شوي وو، څو وسله پر ځمکه کېږدي او د اوربند ټینګولو ترڅنګ دې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې اترې پیل کړي.

یاده دې وي، له دې وړاندې هم په لوګر کې سلګونو عامو خلکو او ځایي مشرانو د بېلابېلو غونډو جوړولو له لارې د سولې راوستو او د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو په اړه ورته نورې غونډې هم جوړې کړې دي.

د يادونې ده، تېره مياشت د قطر هېواد په دوحې ښار کې د امريکا او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ تړون لاسليک شو چې له مخې یې، دواړه لوري يو پر بل بريدونه نه کوي خو د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د هېواد په بيلابيلو سيمو کې جګړې روانې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.