ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پکتيا پوهنتون معياري کېدو ته دې ډېر کار وشي”

“د پکتيا پوهنتون معياري کېدو ته دې ډېر کار وشي”

author avatar
18 Mar 2020 - 18:08
“د پکتيا پوهنتون معياري کېدو ته دې ډېر کار وشي”
author avatar
18 Mar 2020 - 18:08

ګردېز (پژواک، ۲۸ کب ۹۸): د پکتيا ولايتي چارواکي له لوړو زده کړو وزارت او نورو اړوندو دولتي او نادولتي ادارو څخه د دغه ولايت د پوهنتون د معياري کېدو لپاره د زياتې پاملرنې او کار غوښتنه کوي.

دوی وايي چې په دې پوهنتون کې شوي ډېری کارونه او جوړې شوې ودانۍ د دغه ولايت اوسېدونکو ته د نشه يي توکو د نه کر په بدل کې په ورکول کېدونکو پيسو او نورو ولسي مرستو تر سره شوي او اړوندو ادارو ته هم په کار دي چې په دې برخه کې کار وکړي.

دوی دا خبرې په دغه پوهنتون کې د کتابتون ودانۍ جوړېدو پر مهال وکړې او د کميت تر څنګ يې پر کيفيت، معياري زده کړو او د عملي کار زمينې پر برابرېدو ټينګار وکړ.

د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي، نړيوال تحصيلي بنسټونه او ادارې دې د دې اکاډميک مرکز د معياري کېدو په چاره کې ور سره همکاري وکړي.

کټوازي د جوړېدونکې ودانۍ په اړه وويل: ((د پکتيا پوهنتون لپاره د کتابتون مجهزه ودانۍ ده چې په درې منزله کې جوړيږي، په انټرنټ به سمبال وي او خپله سولري برېښنا به ولري. شاوخوا ۲۷ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي، چې ماليې وزارت يې ورکوي او شهرسازي وزارت يې په يو کال کې جوړوي.))

د پکتيا د ولايتي شورا رئيس عبدالمالک ځاځی د پکتيا پوهنتون د پوهنځيو په زياتېدو او لازمو وسايلو برابرېدو ټينګار کوي او وايي چې دغه مرکز بايد په تحصيلي او اړوندو عملي برخو کې د دې او ورڅېرمه ولايتونو اړتياوو ته ځواب وویلی شي.

ده وویل: ((هغه بېلابېل لابراتورونه، سامان آلات او اداري امکانات چې نور لوی پوهنتونونه يا يو معياري پوهنتون يې بايد ولري، بايد دلته موجود وي. له کاري اړخه دلته ټول امکانات برابر دي. که څوک ماسټري يا دوکتورا ته ځي، له دې ځايه خو يې بايد يو څه زده کړي وي.))

د پکتيا پوهنتون رئيس دوکتور سيدولي جلالزی وايي چې ياد پوهنتون سره هر کال د ولسي مرستو راټولولو په ځانګړې اوونۍ کې ميليونونه افغانۍ ولسي مرستې کېږي او د خلکو په مرسته د پوهنتون پراختيا او پرمختيا ته ټول لازم امکانات برابر دي.

دى د طب پوهنځي لپاره پر کادري روغتون، د کرنې پوهنځي لپاره د تجربوي فارمونو، د حقوقو پوهنځي لپاره پر حقوقي کلينيک او د عملي کار او څېړنو لپاره د نورو اسانتياوو برابرېدل اړين بولي او وايي چې د پوهنتون د معياري کېدو لپاره زيات کار او پاملرنې ته اړتيا ده.

نوموړي زیاته کړه: ((ريسرچ هغه څه دي چې پوهنتونونه له مصرفي څخه عايداتي ته اړوي او په معياري پوهنتونونو يې بدلوي. تر اوسه پورې زموږ پوهنتونونه لا هم ځکه معياري نه دي چې په ټولنه کې يې عملي بدلون نه دی راوستلی؛ عملی بدلون دا دی چې موږ خلکو ته دلته د شته هرې برخې په اړه موثرې او عملي لارې وښيو.))

سيدولي جلالزی وايي، له يوه نړيوال بنسټ سره د پکتيا پوهنتون د لينک کولو سربېره يې ځينې پوهنځي هم له اړوندو ادارو سره تړلي، خو په خبره يې دا چارې بسنه نه کوي.

ده پژواک ته وويل: ((طب پوهنځي مو له عامې روغتيا رياست، کرنې پوهنځی مو له کرنې رياست، د حقوقو پوهنځی مو له څارنوالي او عدليې رياست سره تړلي او د عملي کار لپاره مو تر يو څه بريده اسانتياوې برابرې کړې، خو د معياري ريسرچ او عملي کار لپاره لا هم زياتو هڅو، پام او کار ته ضرورت دی.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.