کابل (پژواک، ٢٩ کب ٩٨) : د ناټو سازمان سرمنشي وايي چې دوى دمګړۍ له افغانستان څخه نه وځو، بلکې هلته خپل حضور کموي.
د ناټو سرمشني جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې نن دکب په ٢٩مه، د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ٢٠١٩ کال راپور وړاندې کولو پر مهال په يوه خبري غونډه کې وکړې.
هغه له افغانستان څخه د وتلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل : (( موږ نه وځو، خو هلته خپل ځواکونه او حضور کموو.))
د ناټو سرمنشي وويل چې دامريکا او طالبانو د تړون له مخې، په راتلونکو ١٣٥ ورځو کې به په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شمېره له ١٦ زرو څخه ١٢ زرو ته ټيټه شي.
د نوموړي په وينا، د امريکا ترڅنګ ناټو هم په افغانستان کې هم خپل ځواکونه کموي.
سټولټنبرګ په افغانستان کې د سياسي کړکېچ په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او له ټولو خواوو وغوښتل چې دې بحران ته د هواري لاره پيدا کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن