ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نی: خبریالان دې د کرونا اړوند کره خبرونه خپاره کړي خو خلک دې نه ډاروي

نی: خبریالان دې د کرونا اړوند کره خبرونه خپاره کړي خو خلک دې نه ډاروي

author avatar
19 Mar 2020 - 20:03
نی: خبریالان دې د کرونا اړوند کره خبرونه خپاره کړي خو خلک دې نه ډاروي
author avatar
19 Mar 2020 - 20:03

کابل (پژواک،۲۹ کب ۹۸): د «نی» ادارې د یوې کړنلارې په خپرولو له خبریالانو غوښتي چې د کرونا پر وړاندې خپلې روغتیا ته متوجه شي او په راپورونو کې د دغې ناروغۍ په اړه د شکمنو پېښو د شمېر په خپرولو دې د ټولنې رواني سلامتیا نه زیانمنوي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس (Covid-19) ۲۲ مبثت پېښې ثبت شوې چې ۱۳ یې په هرات، درې په سمنګان، دوې په لوګر او یوه، یوه په بادغیس، کاپیسا، بلخ او دایکنډي ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن اعلان وکړ چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ناروغۍ هېڅ مثبته پېښېه نه ده ثبت شوې.

د نی (په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې) اجرایوي رییس مجیب خلوتګر نن په کابل کې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال د کرونا ویروس څخه د مخنیوي په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي په ورکولو کې د خبریالانو رول مهم وباله او خبریالانو ته یې کړنلاره وړاندې کړه چې د یادې ادارې له خوا جوړه شوې ده.

په یاده کړنلاره کې دوې برخې «باید» او «نه باید» لري.

د "باید" په برخه کې راغلي:

۱ــ د خبریالانو تر ټولو مهم کار د اطلاعاتو وړاندې کول دي، نه د هغه غټول او د خلکو تر منځ د ډار او وېرې خپرول، نو ځکه یواځې د اطلاعاتو په خپرولو تمرکز وکړی.

۲ــ ستاسو معلومات په بېړني حالت کې د خلکو لپاره داسې مثال لري، لکه د ژوندي موجود د بدن لپاره وینه، نو ځکه ککړ او دغه راز په وینو ککړ معلومات خلکو ته مه ورکوئ.

۳ـ د کرونا ویروس په اړه د کره او پر وخت خبرونو د خپرېدو له لارې باید د ټولني له رواني سلامتیا سره مرسته وکړئ.

۴ــ متوجه واوسئ چئ له یوه نړیوال ناورین سره مخامخ یاست، ستاسو مسوولیت له بل هر وخت ډېر دی، نو مسوولیت منونکي شئ.

۵ــ په هغه صورت کې چې له شکمنو او ککړو ځایونو لیدنه کوئ، محافظتي وسایل وکاروئ، ماسک، دستکش او په نازکو حالاتو کې روغتيايي جامې وکاروئ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.