ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر دې ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر جوړولو ژمنه عملي کړي

ولسمشر دې ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر جوړولو ژمنه عملي کړي

author avatar
19 Mar 2020 - 15:35
ولسمشر دې ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر جوړولو ژمنه عملي کړي
author avatar
19 Mar 2020 - 15:35

جلال اباد (پژواک، ۲۹ کب ۹۸): د ننګرهار ولايت اوسېدونکي او مدني فعالان غوښتنه کوي چې ولسمشر دې په دغه ولايت کې د ملکي هوايي ډګر جوړېدو په برخه کې خپله کړې ژمنه عملي کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني چې له بيا ځلي ټاکل کېدو وروسته يې د لومړي ولايتي سفر په توګه د کب په ۱۳مه ننګرهار سفر کړی و، دلته يې د خلکو په يوه لويه غونډه کې ژمنه وکړه چې تر دوو اوونيو به د ننګرهار ملکي هوايي ډګر جوړېدو عملي کارونه پيل شي.

که څه هم چارواکي وايي چې د هوايي ډګر لپاره د احاطې جوړولو پلان تدارکاتي کمېسيون ته تللی او د ډيزاين او عملي سروې چارې يې د يو شرکت له لورې روانې دي؛ خو خلک نيوکه کوي چې پر دوو اوونيو وخت اوښتی خو ولسمشر خپله ژمنه پوره نه کړه.

ولسمشر محمد اشرف غني په خپله وينا کې ويلي و: ((ملکي هوايي ډګر چارې به ګمبيري دښته کې په دوو اونيو کې پيل شي.))

د ننګرهار ولايت يو شمېر اوسېدونکو او د ټولنيزو شبکو کاروونکو د ولسمشر همدغې غوښتنې ته په اشارې سره غوښتنه کړې چې ولسمشر دې له ننګرهاريانو سره ياده ژمنه پوره کړي.

مدني فعال حيات الله حميدي وايي، ننګرهاريانو ولسمشر ته بی له کوم امتیازه رايه ورکړه او ملاتړ کړی خو د ولس سره کړې ژمنې بايد پوره کړي.

د هغه په خبره، يوه مهمه ژمنه چې ولسمشر هم د ټاکنيزو مبارزو په لړ کې کړې او هم يې د ټاکنو له بريا وروسته له ننګرهاريانو سره وکړه په دوو اوونيو کې د هوايي ډګر جوړېدو ژمنه ده چې لا هم هېڅ نښې نه ښکاري.

دغه راز يو بل مدني فعال عبدالرحمن معاون هم له پژواک سره خبرو کې نيوکه وکړه چې يا خو دې ولسمشر د خپلو خبرو او ژمنو پر مهال خيال کوي او يا دې هغه ژمنې چې کوي يې د عمل جامه واغوندي.

دی وايي، په دوو اوونيو د هوايي ډګر د عملي کار پيل ژمنه ځکه ناممکنه ده چې هوايي ډګر لويه پروژه ده او ډېر کار ته اړتيا لري.

هغه زياته کړه: ((ګمبيري کې خو زموږ خپلوان شته، کار روان دی، کله يو خوا نه کېمره تاووي او کله بلخوا نه، کله يو خوانه خاورې اخلي او کله بل خوا نه، خو عملي کار بيا خښته يو پر بل ږدلو ته وايي چې تر اوسه دا کار نه دی شوی.))

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی ابرابر الله مراد هم نيوکه کوي چې حکومت تل له ننګرهاريانو او ختيځوالو سره د مېره مور چلند کړی ځکه د ټاکنو پر مهال يې ترې د غوړو ژمنو په مقابل کې رايه اخيستې خو هېڅ پاملرنه يې ورته نه ده کړې.

دی وايي، که د ۱۳۹۹ مال کال تر پايه هم د هوايي ډګر د عملي کار ژمنه پوره شي، نو ننګرهاريان به يې حکومت د دغه کار ستاينه وکړي خو وايي د هېواد روان سياسي وضعيت ته په کتو او ننګرهار ته ناسمه پاملرنه څرګندوي چې د هوايي ډګر په اړه د ولسمشر ژمنه به يوازې تر ژمنې پاتې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.