کابل (پژواک، ٢٩ کب ٩٨): ولسمشر د پوهنې وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د هر اړخیزو اصلاحاتو لپاره باید د اړتیا وړ سیستم او ابتکاري مېتودونه سم مدیریت شي او د وزارت پر تشکیل او نوي مدیریت دې کار وشي.
له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د پوهنې په وزارت کې د اصلاحاتي لارښوونو د عملي کېدو په اړه د تېرو غونډو په دوام نن له غرمې مخکې د دغه وزارت له رهبرۍ سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
سرچينې د ولسمشر له قوله ويلي، پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو او تحول په اړه اجماع شته، خو د وزارت اوسنی تشکیل د اصلاحاتو پر وړاندې لوی خنډ دی.
پر اساسي ستونزو د تمرکز ترڅنګ د پوهنې سیستم د قوي کولو لپاره باید مدیریتي او بشري قوه مشخصه شي.
ده زياته کړې، د پوهنې وزارت اوسنی وضعیت د تداوم وړ نه دی.
مدیریت تر ډېره عنعنوي دی او په اصلاحي طرحه کې دې د هغه بدلولو او پر ټکنالوژۍ سنبالولو ته توجه وشي، ځکه د وزارت د عمومي فرهنګ له تغییر پرته شته ستونزې نه حل کېږي.
د ده په وينا، د عادلانه او متوازن معارف په موخه دې د محرومو ولایتونو او سیمو ماشومانو ته هم ځانګړې پاملرنه وشي. پوهنه باید د ولسي تړون پروګرام عمده برخه او پوهنې وزارت غیر سیاسي او مسلکي وي.
غني د منابعو د ضایع کېدو مخنیوي لپاره د یو منظم پلان پر جوړولو ټینګار وکړ، ويې ویل، تعلیمي نصاب باید د مارکېټ له غوښتنو سره عیار شي. په اصلاحاتي پلان کې باید هېواد ته د راستنېدونکو ماشومانو او زده کوونکو عمده ستونزې په پام کې ونیول شي.
د هغه په خبره، د راتلونکو پنځو کلونو لپاره دې د پوهنې لار نقشه جوړه شي او په هغه کې دې د خلکو او پوهنې وزارت ترمنځ واضح قرارداد موجود وي.
د خبرپاڼې په حواله، په دغې غونډه کې د پوهنې وزارت مسوولینو په وزارت کې د اصلاحي او انکشافي پلان د کاري پرمختګ په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن