جلال اباد (پژواک، ٢٩ کب ٩٨): په ننګرهار ولايت کې يو طالب قوماندان د ماين په چاودنه کې وژل شوى، بلخوا په لغمان کې د دوو کورنيو ترمنـځ نښته کې درې کسان وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د کب په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شېرزادو ولسوالۍ په مرکي خېلو سيمه کې نن سهار وسله والو طالبانو قوماندان مولوي ذاکر مشهور په مطمين پر ډاټسن ډوله موټر د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه چې په ترڅ کې يې نوموړی او ساتونکی يې زبير وژل شوي دي.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د ياد قوماندان موټر هم تخريب شوی او بل چا ته په کې زيان نه دی اووښتی.
بلخوا د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزى وايي چې د دغه ولايت د قرغيو ولسوالۍ د عبدالرحيمزيو په غونډۍ کلي کې پرون مازديګر پنځه بجې د امام جان او ګلاجان د کورنيو ترمنځ لومړى لفظي شخړه او وروسته ډزې وشوې.
هغه زياته کړه چې په دې نښته کې د امام جان د کورنۍ د يوې مېرمنې په ګډون درې غړي ووژل شول.
دولتزى وايي، دغه راز دوه نور په دې پېښه کې ټپيان شوي دي.
سيمې ته د قرغيو ولسوالۍ امنيتي مسوولين رسېدلي ژر به د دې پېښې عاملين د قانون منګولو ته وسپارل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن