زرنج (پژواک، ۲۹ کب ۹۸): د نیمروز سیمه ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت استېناف محکمې دوه نظامي منسوبین د خپلو دوو ملګرو د قتل په تور په اعدام محکومت کړي دي.
د نیمروز د استېناف محکمې رییس قضاوتپوه عبدالقیوم کمالي وویل چې دغو کسانو شاوخوا یوه میاشت مخکې د یاد ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د لفظي شخړې له امله د ملي امنیت مدیر او د ملي امنیت یو سرتېری وژلي وو.
هغه زیاته کړه چې په لومړیو کې سرتېرو له یوبل سره لفظي شخړه او وروسته یو د بل په وسیله وژل کېږي، ورپسې هغوی د ملي امنیت مدیر ته راغلل او له خبرو وروسته، د خاشرود د ملي امنیت مدیر هم وژني، چې بيا د ملي امنیت د سرتېر له خوا ونیول شول.
د نیمروز د استېناف محکمې مرستیال قضاوتیار فردوس احمد فایز وویل، د سید جمال د سید محی الدین د زوی د وژنې په تور د خاشرود ولسوالۍ د دوو نظامي منسوبینو د قضیې پاڼې د نیمروز د استیناف محکمې په ریاست کې د یوې علني محکمې له لارې د قاضیانو له خوا بررسي او له هر اړخیزو ارزونو وروسته د درنې جزا یعنې دواړو ته د اعدام حکم واورول شو.
همداراز یادو تورنو ته خبر ورکړل شو چې د استېناف محکمې د ریاست په پرېکړې د نه قناعت په صورت کې د عدالت غوښتنې حق لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن