ښرنه (پژواک، ۲۹ کب ۹۸): د پکتيکا د کرنې رياست له لوري د دغه ولايت شپاړس سوه بزګرانو ته د مڼو، بادامو، شفتالو او انګورو باغونه جوړوي.
د پکتيکا د کرنې رييس ابوبکر پژواک اژانس ته وويل چې د مرکز او ولسواليو بزګرانو ته یاد باغونه د کرڼې رياست له لوري د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام له خوا جوړېږي.
هغه زياته کړه، د يو باغ لپاره ۶۶ نيالګي په نظر کې نیول شوي چې پنځوس سلنه د کرنې رياست او ۵۰ سلنه کروندګر ورکوي او ټول باغونه پر ۱۵۰۰ جریبه ځمکه جوړېږي.
د پکتيکا والي مجيب الرحمن څنکنى وايي، پکتيکا پراخې کرنيزي ځمکې لري او ډېری خلک يې په کرکيله بوخت دي.
هغه باغونو د نیالګیو د وېش پر مهال وويل، د نیالګیو اېښودل که له يوې خوا د خلکو پر اقتصاد ښه تاثيرات لري، له بل پلو د هوا په سمسورتيا کې ګټور ثابتېدای شي.
دوو بزګرانو حاجي ګلا جان او محمد خان له پژواک سره په خبرو کي د کرنې له رياسته مننه وکړه چې په کروندګرو يې نیالګي ووېشل.
هغوی له حکومته غوښتنه وکړه چې په دغه ولايت کي دې د بندونو تړلو ته پاملرنه زياته کړه.
د يادونې ده، تېر کال هم د پکتيکا پر بزګرانو د کرنې رياست له لوري پر ۶۰۰ بزګرانو نيالګي وېشل شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن