ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې دیني عالمانو د کرونا ویروس په اړه د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړ

کونړ کې دیني عالمانو د کرونا ویروس په اړه د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړ

author avatar
19 Mar 2020 - 18:46
کونړ کې دیني عالمانو د کرونا ویروس په اړه د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړ
author avatar
19 Mar 2020 - 18:46

اسعد اباد (پژواک، ٢٩ کب ٩٨): د ارشاد، حج او اوقافو وزير له ملا امامانو وغوښتل چې په لمونځونو کې دې قرائتونه لنډ لولي او هم دې د جمعې د لمونځو پرمهال يواځې په لنډه عربي خطبې اکتفا وکړي.

نوموړي دغه خبرې په کونړ کې د ديني عالمانو يوې غونډې ته وکړې چې په کې د دې ولايت لسګونو دیني عالمانو د کرونا ویروس په اړه د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړ.

کونړ ولایت ته د ارشاد، حج او اوقافو وزیر عبدالحکیم منیب په دې موخه سفر کړی و چې له دیني عالمانو سره د کرونا ویروس په اړه په ټول کونړ ولایت کې د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي.

هغه دیني عالمانو ته وویل، د کرونا ویروس یو ناکاره وایروس دی چې په ډېره لږه موده کې له سلو ډېرو هېوادونو کې خپور شوی، نو دوى دې د ممبر له لارې خلکو ته لارښوونه وکړه چې له اړتيا پرته د ګڼې ګوڼې ځايونو ته ورنه شي او هم د پاکوالي خيال وساتي.

ده زياته کړه، ديني عالمان دې په جوماتونو کې کم وخت تېروي او يواځې فرض لمونځونه دې په کې ادا کوي. دغه راز دې د جمعې په ورځ په پښتو او دري خطبو څخه ډډه وشي او يواځې په لنډه عربي خطبه دې اکتفا وشي، دغه راز دې په لمونځونو کې قرائت لنډ لولي، سنت او نفلي لمونځونه دې په کورونو کې کوي.

د هغه په وينا، د دې ټولو کړنو يواځينى هدف د کرونا ويروس څخه د افغانستان د خلکو ژغورنه ده.

د کونړ د ارشاد، حج او اوقافو رئيس نورالمعبود احساس وويل، پردې سربېره چې په دې ولايت کې ټولې ديني مدرسې رخصت دي، ديني عالمان د کرونا وايروس په اړه په کليو او بانډو کې له دې ويروس نه د ژغورنې لپاره د پوهاوي په برخه کې کار کوي.

ديني عالم مولوي نجيب الله حقيار له عامې روغتيا وزارت څخه وغوښتل چې په ټولو ولسواليو کې دې خلکو ته له دې ويروس څخه د ژغورنې په خاطر طبي اسانتياوې برابر کړي.

د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال ډاډ څرګند کړ چې په دې ولايت کې ديني عالمان، قومي مشران او ځوانانو له حکومت سره په ټولو چارو کې همغږي او همکار دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.