کابل (پژواک، د وري لومړۍ نیټه ٩٨) افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد يو ځل بيا يا له افغان سیاسي مشرانو غوښتي، چې روان سیاسي بحران دې پای ته ورسوي.
زلمي خلیلزاد نن د وري په لومړۍ نېټه د نوي ۱۳۹۹ لمریز کال د پیل په مناسبت پخپل پيغام کې افغانانو ته د مبارکۍ ترڅنګ له افغان سیاسیونو غوښتي، چې روان سیاسي بحران ته دې د پای ټکی کیږدي.
هغه زياته کړې : " نوی کال او نوروز مو مبارک شه. په دې مناسبت، تر ټولو غوره ډالۍ چې افغان مشران یې هیواد ته ورکولی شي، د یو ټولشموله حکومت لپاره هوکړې ته ورسیږي او سیاسي کړکیچ پاې ته ورسوي".
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن