مزار شريف (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ٩٩) : د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو اوطالبانو تر منځ جګړه شوې ده.
د بلخ امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل وايي، چې په دغه جګړه کې د امنيتي ځواکونو دوه ټانګونه سوځېدلي دي.
هغه د وري په لومړۍ نېټه، پژواک اژانس ته کره شمېره نه په ګوته کوي؛ خو وايي چې په ياده جګړه کې يو شمېر امنيتي سرتېري مړه او ټپيان دي او همدا راز طالبانو ته هم د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
له دې وړاندې ادعا شوې وه، چې طالبانو د دولت اباد ولسوالۍ سقوط کړې؛ خو د بلخ امنيه قوماندانۍ دا د مخالفينو تبليغات بولي او وايي چې ولسوالۍ د دوی په لاس کې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن