ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتیا وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

د عامې روغتیا وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

author avatar
21 Mar 2020 - 13:00
د عامې روغتیا وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې
author avatar
21 Mar 2020 - 13:00

 

کابل (پژواک، ۲ وری ۹۹): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کرونا ویروس هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر وحیدالله مایار نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې تر اوسه د کرونا ویروس ۴۴۹ شکمنې پېښې د دغه وزارت مرکزي لابراتوارونو ته رسېدلې چې ډېرې یې څېړل شوې دي.

د نوموړي په خبره، له یادو ۴۴۹ شکمنو پېښو ۴۱۳ یې منفي او ۲۴ نورې مثبتې ثابتې شوې دي. له دې ثبت شويو شمېرو ٢٠٠ مشکوکې پېښې په کابل کې دي چې له هرات وروسته تر ټولو ډېر مشکوک واقعات دي.

مایار زیاته کړه، اوس پر ۱۲ نورو شکمنو پېښو څېړنې روانې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل، دغه پېښې په ۲۸ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د یادونې ده، کرونا ویروس درې میاشتې مخکې لومړی ځل په چین کې خپور شو او اوس د نړۍ ۱۶۰ هېوادونو ته رسېدلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د یاد ویروس له امله تر اوسه په ټوله نړۍ کې له ۹ زرو ډېر کسان مړه او شاوخوا ۲۲۰ زره ډېر کسان پرې اخته دي.

سرچینې زیاته کړې چې د دې ناروغۍ له امله یوازې په چین او ایټالیا کې تر ۷زرو ډېرو کسان ژوند له لاسه کړی دی.

له چین وروسته په ایټالیا، ایران، جرمني، اسپانیا، امریکا او جنوبي کوریا کې ډېری کسان پرې اخته دي او مرګ ژوبله هم لري.

افغان حکومت د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي لپاره تر راتلونکې یوې میاشتې ټولې ښوونیزې ادارې او ورزشي سیالۍ لغوه اعلان کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې په افغانستان کې پر کرونا ناروغۍ اخته لومړی کس تر روغتیا وروسته له روغتونه رخصت شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.