ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دیني عالمان: هغه څوک چې د کرونا له نښو یوه هم ولري، جومات ته دې نه ځي

دیني عالمان: هغه څوک چې د کرونا له نښو یوه هم ولري، جومات ته دې نه ځي

author avatar
22 Mar 2020 - 16:17
دیني عالمان: هغه څوک چې د کرونا له نښو یوه هم ولري، جومات ته دې نه ځي
author avatar
22 Mar 2020 - 16:17

کابل (پژواک، ۳ وری ۹۹): ديني عالمان وایي، حکومت او طالبان دې له کرونا ویروس سره د مبارزې ګډ کمېسیون جوړ کړي او خلک باید په دې اړه روغتیایي لارښونې پلې کړي.

د کرونا ویروس (کویډ ١٩) په لومړي ځل شاوخوا درې میاشتې وړاندې په چین کې خپور شو او تر اوسه شاوخوا ۱۶۰ هېوادونو ته رسېدلی دی.

د راپورونو له مخې، تر اوسه پر دې ناروغۍ شاوخوا ۳۰۰زره کسان اخته شوي او له دې ډلې نږدې ۱۳ زره کسان مړه شوي، خو یو شمېر یې بېرته روغ شوي دي.

د  افغانستان د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د دې ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر ۳۴ ته رسېدلی دی. له دې ډلې دوه پېښې په کابل کې ثبت شوې دي.

نن لسګونو دیني عالمانو په کابل کې په دې تړاو غونډه وکړه.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر عبدالحکیم منیب په دې غونډه کې وویل، خلک دې توبه وباسي، لمونځونه دې ډېر وکړي او خدای ته دې مراجعه وکړي.

دی وايي، د کرونا په برخه کې د عامې روغتیا وزارت لارښوونې هم اړینې دي او باید خلک عمل پرې وکړي.

هغه زیاته کړه: "هغه څوک چې د کرونا له نښو یوه هم ولري، شرعي حکم دی چې جومات ته لاړ نه شي او کور کې دې هم ځان قرنطین کړي."

ډاکټران وایي، تبه، زکام، سردرد، وچ ټوخی، نفس تنګي، د ځان درد هغه نښې دي چې په کرونا د اخته کس په بدن کې راڅرګندېږي.

د علماوو د یادې غونډې پرېکړه لیک په کابل کې د عبدالرحمن جومات خطیب عبدالسلام عابد ولوست.

په دغه پرېکړه کې راغلي چې خلک دې له کرونا ویروسه د ژغورنې لپاره پر الله تعالی توکل وکړي، توبې دې وکړي، ذکر دې ډېر کړي او مسنونه دعاوې دې وکړي.

په پرېکړه لیک د کرونا د مخنیوي په موخه د عامې روغتیا وزارت د لارښونو پر عملي کېدو ټینګار شوی او په کې راغلي چې لمونځ کوونکي دې اودس او سنت په کور کې وکړي او جوماتونو ته دې یوازې د فرض لمونځ ادا کولو لپاره لاړ شي؛ ځکه چې سنت لمونځونه په کور کې غوره دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.