ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د اهل تشیع هغه جوماتونه چې خلاصه فضا نه لري، وتړل شول

هرات کې د اهل تشیع هغه جوماتونه چې خلاصه فضا نه لري، وتړل شول

author avatar
22 Mar 2020 - 16:57
هرات کې د اهل تشیع هغه جوماتونه چې خلاصه فضا نه لري، وتړل شول
author avatar
22 Mar 2020 - 16:57

هرات ښار (پژواک، ۳ وری ۹۹): په هرات کې د اهل تشیع یو شمېر جوماتونه چې د لمانځه کولو لپاره ازاده فضا نه لري، د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د لمونځ کوونکو پر مخ وتړل شول.

په هرات کې د اهل تشیع جوماتونو مرستیال محمد عیسی قرباني نن په دغه ولایت کې پژواک خبري اژانس ته وویل چې په حج او اوقافو ریاست کې د علماوو له ناستې وروسته پر دې پرېکړه وشوه، هغه جوماتونه چې د لمونځ کوونکو لپاره خلاصه فضا نه لري، ودې تړل شي.

د نوموړي په خبره، د اهل تشیع یو شمېر جوماتونه د ازادې فضا نه درلودو اله امله، د لمونځ کوونکو پر مخ تړل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د ځان ساتل فرض دي او پر کرونا ویروس له اخته کېدو د مخنیوي لپاره یې دغه پرېکړه کړې ده.

د هغه په خبره، که د کرونا ویروس د ډېر خپرېدو له امله وضعیت بدتر شي، هغوي تیار دي چې ټول جوماتونه وتړي او لمونځ کوونکي خپل لمنځونه په کورونه کې ادا کړي.

قرباني زیاته کړه، هغه جوماتونه چې خلاصه فضا  لري، لمونځ په کې ادا کېږي.

دغه پرېکړه د شعیه عالمانو له خوا په داسې حال کې کېږي چې په هېواد کې پر کرونا د و کسانو اخته کسانو شمېر د ډېرېدو په حال کې دی.

د عامې روغتیا د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې د کرونا ۳۴ مثتبې پېښې ثبت شوې چې ۱۸ یې په هرات ولایت کې دي.

د یادونې ده، کرونا ویروس  (کوید ١٩) د لومړي ځل لپاره درې میاشتې مخکې په چین کې خپور شو او اوس مهال د نړۍ ۱۶۰ هېوادونو ته رسېدلی دی.

د روغتیا سازمان د معلوماتو پر اساس، تر اوسه په ټوله نړۍ کې د دې ناروغۍ له امله ۱۳زره کسان مړه او د اخته شويو کسانو له ډلې يې ٣٠٠ بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.