د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دیني عالمان: هغه څوک چې د کرونا له نښو یوه هم ولري، جومات ته دې نه ځي

دیني عالمان: هغه څوک چې د کرونا له نښو یوه هم ولري، جومات ته دې نه ځي

Mar 22, 2020 - 16:17

کابل (پژواک، ۳ وری ۹۹): ديني عالمان وایي، حکومت او طالبان دې له کرونا ویروس سره د مبارزې ګډ کمېسیون جوړ کړي او خلک باید په دې اړه روغتیایي لارښونې پلې کړي.

د کرونا ویروس (کویډ ١٩) په لومړي ځل شاوخوا درې میاشتې وړاندې په چین کې خپور شو او تر اوسه شاوخوا ۱۶۰ هېوادونو ته رسېدلی دی.

د راپورونو له مخې، تر اوسه پر دې ناروغۍ شاوخوا ۳۰۰زره کسان اخته شوي او له دې ډلې نږدې ۱۳ زره کسان مړه شوي، خو یو شمېر یې بېرته روغ شوي دي.

د  افغانستان د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د دې ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر ۳۴ ته رسېدلی دی. له دې ډلې دوه پېښې په کابل کې ثبت شوې دي.

نن لسګونو دیني عالمانو په کابل کې په دې تړاو غونډه وکړه.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر عبدالحکیم منیب په دې غونډه کې وویل، خلک دې توبه وباسي، لمونځونه دې ډېر وکړي او خدای ته دې مراجعه وکړي.

دی وايي، د کرونا په برخه کې د عامې روغتیا وزارت لارښوونې هم اړینې دي او باید خلک عمل پرې وکړي.

هغه زیاته کړه: "هغه څوک چې د کرونا له نښو یوه هم ولري، شرعي حکم دی چې جومات ته لاړ نه شي او کور کې دې هم ځان قرنطین کړي."

ډاکټران وایي، تبه، زکام، سردرد، وچ ټوخی، نفس تنګي، د ځان درد هغه نښې دي چې په کرونا د اخته کس په بدن کې راڅرګندېږي.

د علماوو د یادې غونډې پرېکړه لیک په کابل کې د عبدالرحمن جومات خطیب عبدالسلام عابد ولوست.

په دغه پرېکړه کې راغلي چې خلک دې له کرونا ویروسه د ژغورنې لپاره پر الله تعالی توکل وکړي، توبې دې وکړي، ذکر دې ډېر کړي او مسنونه دعاوې دې وکړي.

په پرېکړه لیک د کرونا د مخنیوي په موخه د عامې روغتیا وزارت د لارښونو پر عملي کېدو ټینګار شوی او په کې راغلي چې لمونځ کوونکي دې اودس او سنت په کور کې وکړي او جوماتونو ته دې یوازې د فرض لمونځ ادا کولو لپاره لاړ شي؛ ځکه چې سنت لمونځونه په کور کې غوره دي.

دغه راز په پرېکړه لیک کې راغلي چې خلک دې یوازې د جمعې ورځې فرض لمونځ په جومات کې وکړي  او امامان دې د جمعې د لمانځه خطبې لنډې کړي.

دیني عالمان خلکو ته په خطاب کې زیاتوي: "خدای (ج) موږ ته لارښوونه کړې چې د ستونزو په حل کې له پوهو کسانو وپوښتئ، د هغوی پر لارښوونو باید عمل وشي، شرعاً مهمه ده چې د عامې روغتیا وزارت ټولې لارښوونې جدي ونیول شي او په هغو عمل وکړئ."

دغو علماوو له طالبانو غوښتي چې د کرونا له ویروس سره د مبارزې لپاره دې حکومت او طالبان ګډ کمېسیون جوړ کړي او د هېواد سوداګر دې د خوارکي توکو بیې نه لوړوي.

وسله والو طالبانو د تیرې میاشتې په ۲۸ مه د کرونا ناورغۍ په اړه په یوې اعلامیه کې ویلي چې خلک دې دغه ناروغۍ د الله تعالی تقدیر وبولي؛ دعاګانې، د قرانکریم تلاوت او صدقات دې وکړي او د روغتیا پالانو لارښوونې دې ومني.

طالبانو له نړیوالو مرستندویو، صحي او بشرې ادارو غوښتي چې د دوی تر کنترول لاندې سیمو ته دې د اړتیا وړ موادو، درملو او مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.

د علماوو نننۍ ناستې په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې که څوک د کرونا ناروغۍ له امله ومري نو د هغه د غسل، تکفین او جنازې مراسم دې له طبي لارښوونې سره سم ترسره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking
Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan