ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لسو تازه پېښو په ثبتېدو په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۴ ته ورسېد

د لسو تازه پېښو په ثبتېدو په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۴ ته ورسېد

author avatar
22 Mar 2020 - 11:18
د لسو تازه پېښو په ثبتېدو په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۴ ته ورسېد
author avatar
22 Mar 2020 - 11:18

 

تعقيبي- کابل (پژواک، ۳ وری ۹۹): د ‌عامې روغتيا وزير وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د دوو بهرینو ډيپلوماتو په ګډون د کرونا ناروغۍ لس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز د‌ وري په درېيمه په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۷ شکمنې پېښې چک شوې چې لس یې مثبتې دي.

ده زياته کړه چې له دغو لسو مثبتو دوه په کابل کې، درې په هرات کې، دوه په زابل کې او يوه- وه په کندهار، بلخ او غزني ولايتونو کې ثبت شوې دي.

فیروز وايي چې په کابل کې دوه مثبتې پېښې د دوو سفارتونو ډيپلوماتان دي چې د بګرام هوايي ډګر روغتون ته به د درملنې لپاره واستول شي.

د ‌نوموړي د ‌معلوماتو له مخې، د ملي شورا د دوو غړو په ګډون په ‌کابل کې ۲۲۰ شکمنې پېښې تر اوسه ثبت شوې دي.

فيروز وايي چې په هلمند، فراه، کندهار او د کندوز ولايتونو په هغو سيمو کې هم د کرونا شکمنې پېښې ثبت شوې چې د طالبانو په کنټرول کې دي.

نوموړي ټينګار وکړ چې هرات ولايت بايد قرنطین شي او د ورځې له مخې په کې پر ګرځېدو بنديز ولګول شي څو د کرونا د جدي سرايت مخنيوی وشي.

وزير وايي چې په کابل کې هم بايد جدي تدابير ونيول شي؛ ځکه د پېښو د ډېرېدو امکان شته.

دی زياتوى: ((خلک بايد د عامې روغتیا وزارت لارښوونې جدي ونیسي؛ ځکه امکان لري چې په راتلونکو دوو اوونيو کې د پېښو شمېر ډېر شي.))

وزير ډاډ ورکړ چې اوس مهال په هر ولايت کې د کرونا د لسو ناروغانو لپاره بسترونه چمتو شوي خو د اړتيا پر مهال به يې شمېر زیات شي.

ده وويل چې په زندانونو کې هم د بنديانو لپاره د سکرینېګ، قرنطین او دواپاشۍ جدي اقدامات په پام کې نيول شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.