ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر څرخ ولسوالۍ کې امنیتي سرتېري او طالبان وژل شوي

د لوګر څرخ ولسوالۍ کې امنیتي سرتېري او طالبان وژل شوي

author avatar
22 Mar 2020 - 14:25
د لوګر څرخ ولسوالۍ کې امنیتي سرتېري او طالبان وژل شوي
author avatar
22 Mar 2020 - 14:25

پل علم (پژواک، ٣ ورى ٩٩): د لوګر د څرخ ولسوالۍ پر مقام او امنيې قوماندانۍ د طالبانو په ډله ييز بريد کې دوه سرتېري او طالبان وژل شوي دي.

د لوګر د څرخ ولسوال خليل الله کمال د وري په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر مقام او امنيې قوماندانۍ ډله ييز بريد وکړ.

هغه وايي، جګړې پنځه ساعته دوام وکړ چې په ترڅ کې يې دوه امنيتي سرتېري او ګڼ شمېر طالبان وژل شوي دي.

ده زياته کړه: ((طالبانو غوښتل د ولسوالۍ مقام او امنيه قومانداني ونيسي خو زموږ ځواکونو اجازه ور نه کړه او کلک مقاومت يې وکړ.))

ولسوال وايي که څه هم اوس د طالبانو بريد پر شا تمبول شوى خو وضعيت ښه نه دى او د بيا بريد احتمال شته.

په ورته وخت کې د څرخ بازار اوسېدونکي احمدشاه پژواک ته وويل چې تېره شپه شاوخوا دوولس بجې طالبانو د ولسوالۍ پر مقام بريد پيل کړ او تر سهار يې دوام درلود.

ده وويل: ((د تلفاتو په اړه خو معلومات نه لرم، خو تر سهاره مو خوب نه دی کړى، ټول ويښ ناست وو.))

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، څرخ د لوګر د مرکز پل علم جنوب ته پرته ولسوالي ده چې د دغه ولايت له نا امنو سيمو شمېرل کېږي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.