کابل (پژواک، ۳ وری ۹۹): د کابل پولیس وايي چې د نولسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ماین چاودنې له امله دوه ملکي کارکوونکي ټپیان شوي دي.
د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندان فردوس فرامرز وايي چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې د کابل نظامي ښوونیز مرکز ته څېرمه په ګلدان کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې ده.
د ده په خبره، په یاده چاودنه کې دوه ملکي کارکوونکي ټپیان او د پولیسو له خوا روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یادې چاودنې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن