کابل (پژواک، ۳ وری ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په هېواد کې د شپږو نویو پيښو ثبتیدو سره پر کرونا د اخته کسانو شمیره ۴۰ تنو ته ورسیده.
د عامې روغتيا وزارت سلاکار ډاکټر وحیدالله مایار د وري په ۳مه، ماخوستن مهال پژواک اژانس ته وویل چې شپږ نوې پيښې ثبت شوې دي.
هغه زیاته کړه چې دې نویو پيښو کې درې په هرات، دوه فراه او یوه غور ولایت کې ثبت شوې ده.
تر دې مخکې نن سهار د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فيروزالدين فيروز يوې خبري غونډې ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۷ شکمنې پېښې چک شوې چې لس یې مثبتې دي.
ده زياته کړه چې له دغو لسو مثبتو دوه په کابل کې، درې په هرات کې، دوه په زابل کې او يوه- وه په کندهار، بلخ او غزني ولايتچونو کې ثبت شوې دي.
فیروز وايي چې په کابل کې دوه مثبتې پېښې د دوو سفارتونو ډيپلوماتان دي چې د بګرام هوايي ډګر روغتون ته به د درملنې لپاره واستول شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ملي شورا د دوو غړو په ګډون په کابل کې ۲۲۰ شکمنې پېښې تر اوسه ثبت شوې دي.
دغه راز د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په افغانستان کې له دې ناروغۍ څخه لومړی تن د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې مړ شوی دي.
د يادونې ده، د کرونا ويروس يا (کويډ ١٩) درې مياشتې مخکې د لومړي ځل لپاره په چين کې خپور شو او اوس د نړۍ ١٦٠ هېوادونو ته رسېدلى دی.
د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې څه د پاسه ١٣ زره کسان مړه شوي او څه دپاسه ٣٠٠ زره نور کسان پرې اخته شوي چې ډېر یې بېرته روغ شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن