ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لیلا: د سولې تازه غوړېدلې غوټۍ له دسیسو وژغورئ!

لیلا: د سولې تازه غوړېدلې غوټۍ له دسیسو وژغورئ!

author avatar
22 Mar 2020 - 15:25
لیلا: د سولې تازه غوړېدلې غوټۍ له دسیسو وژغورئ!
author avatar
22 Mar 2020 - 15:25

کابل (پژواک، ۳ وری ٩۹): لیلا په یوازې کوټه کې د رنګونو په ترکیب بوخته وه، څو د هېوادوالو د سولې لوی ارمان انځور کړي او خلکو ته پیغام ورکړي چې د سولې غوټۍ چې تازه پر ګل کېدو دي د باروتو له اور او بد نظره وژغوري.

لیلا صالحي چې د ادراک د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي فارغه ده< د کابل ښار په قلعه زمان خان سیمه کې له خپل پلار، خور، ورور او ورېندارې سره یو ځای ژوند کوي له اقتصادي اړخه منځنی ژوند لري.

هغه په داسې حال کې د رنګونو او قلم په وسیله په هېواد کې د سولې د ټینګښت هڅې کوي او هنري استعداد یې پر سوله متمرکز کړی چې په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې تړون لاسلیک شو او ټاکل شوې پ هېواد کې د څلور لسیزې جګړې د پای ته رسولو لپاره بین الافغاني خبرې پیل شي.

لیلا خپلې تابلو ته چې د بشپړېدو په حال کې ده په اشاره وویل: ((دغه تابلو د سوله ییزې فضا ښکاروندی ده، داسې فضا چې د دوستۍ او پاکۍ څرګندونه کوي او ماشومان په ارامه او له جګړې او ډار په تشه فضا کې ښوونځي ته ځي، الله ج دې وکړي چې دغه هیله مو پوره شي.))

لیلا چې د کابل ښار په ابوالقاسم فردوسي لېسه کې د ژبو او ادبیاتو ښوونکې او له ماشومتوبه یې له نقاشۍ سره مینه لرله زیاته کړه، لومړی یې خپل ماشومانه فکرونه لکه د ماشومانو ترمنځ لوبې انځورولې او وروسته یې د ژوند په بېلو مسایلو تمرکز کولو، خو په وروستیو کلونو کې جګړه، کډوالو، ستونزې او د جګړې له امله رامنځته شوې مرګ ژوبلې نوموړې مجبوره کړه چې د نقاشۍ هنر له لارې خلکو ته د سولې او یو او بل منلو پیغام ورکړي.

لیلا وویل، شاوخوا زر نقاشي اثرونه لري چې ډېری یې د سولې او ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه دي.

 

هغې زیاته کړه، نقاشۍ، په ځانګړې ډول د سولې په اړه خپلې نقاشۍ یې ډېرې خوښېږي؛ ځکه خلکو ته په هېواد کې د ۱۴ لسیزو جګړې د پای ته رسولو په اړه په پیغام ورکولو داسې احساس کوي چې لږ تر لږه خو یې د خلکو لپاره څه کار کړی دی.

صالحي وویل: ((کله چې نقاشي کوم ډېر د خوښۍ احساس راته پیدا کېږي، ځکه کولای شم د بې ځانه ـــ رنګونو په وسیله د خپل ملت درد یا د داسې ښځې فریاد چې تاوتریخوالی ورسره کېږي انځور کړم.))

لیلا له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې له یو بل سره مینه وکړئ او د یو او بل په زغملو او یووالي د جګړې مخه ونیسئ.

هغې خپلې یوې تابلو ته په اشاره وویل: ((جګړه چاپېریال د وچکالۍ په څېر ویجاړوي، ښکلاوې خرابوي او انسانان هم د هغه ونو په څېر نامرادوي چې د وچکالۍ له امله وچې شوې وي.))

دغه ځوانې نجلۍ او کورنۍ یې د نورو افغانانو په څېر د جګړې له امله زیانمنې شوې دي. کله چې په دې اړه له نوموړې پوښتنه وشوه، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې او ویې ویل: ((د افغانستان په ۴۰ کلنه جګړه کې ډېری افغانې کورنۍ زیانمنې شوې دي، موږ هم د دې خاورې یوه برخه یو، ستونزې مو زغملې، کلونه مخکې مې مشر ورور د ډاکتر نجیب الله د حکومت په دوره کې د راکټي برید له امله خپلې پښې له لاسه ورکړې، پاکستان ته کډوال شوو، په کډوالۍ کې مو ډېرې ستونزې ولیدلې او د ګران وطن له لرېوالي مو درد احساس کولو.))

لیلا چې څو ځله یې الله تعالی ته په ګران هېواد کې د سولې دعا کوله وویل، ناامني اوس هم د افغانستان د خلکو ژوند ګواښي.

هغې زیاته کړه: ((زموږ ډېری خلک چې کله له کوره بهر ځي ځان خوندي نه احساسوي، زه هم له په ډېره وېره له کوره بهر ځم، کله له دې ډارېږم چې د ځانمرګي برید ښکار نه شي، کله ډارېږم چې څوک رانه پیسې او موبایل غلا نه کړي او کله بیا داسې وېره لرم چې ما یا زما د کورنۍ غړي څوک اختطاف نه کړي.))

خو د سولې لپاره روانو هڅو صالحي په هېواد کې سولې ته هیله منه کړې ده. هغې وویل، کله چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د تړون له لاسلیکه خبره شوه دومره خوشاله شوه چې ان باور یې نه شي کولای.

هغې زیاته کړه: ((یو ډېر ښه احساس چې ویل یې له ستونزو ډک دي خو هیله من یم چې دغه دول هوکړه لیک له حکومت سره امضا شي، یو دوامداره اوربند ته ورسېږي او له دې وروسته زموږ جنګ ځپلي خلک د هېڅ ډز غږ وانه وري او زموږ د خلکو د سولې ارمان پوره شي.))

لیلا په دې اړه چې له یوې اوونۍ تاوتریخوالي وروسته د وسله والو بریدونو پیل نه ده ناهیلې کړې، وویل: ((دغه ډول ستونزې شته، خو موږ هیله من یو، ځکه د سولې خبرو بهیر روان دی او اوس هم طالبان، افغان حکومت او امریکا هڅې د دوامدارې سولې د ټینګښت لپاره هڅې کوي، ان شاالله دا ځل به دغه هڅې د دوامدارې سولې لامل شي.))

هغې زیاته کړه، پر داسې طرحه غور کوي چې له سولې وروسته په افغانستان کې د روان وضعیت انځور وړاندې کړي.

لیلا د هغه انځور په اړه چې په دې اړه یې په خپل فکر کې لري وویل: ((فکر کوم چې یوه خوشالوونکې او ښایسته فضا به وي، نور به هېڅ ښځه خاوند، ورور او اولاد ته د لاس ورکولو په اړه اندېښنه نه لري، ښځې او نارینه به په امن او ارامه فضا کې ژوند روان وي، او زه به هم د هېواد د پرمختګ او ښکلا انځور خلکو ته نقاشي کوم.))

هغې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې له سولې وروسته د ښځو د ژوند په اړه څه فکر کوي؟ وویل: ((دا یو څه ستونزمنه ده چې په افغانستان کې د ښځو د اوسني او راتلونکي ژوند ترمنځ توپیر وشي، ځکه تر اوسه معلومه نه ده چې له سولې وروسته به د ښځې کومې ازادۍ اخیستل کېږي او یا به د ښځو په ژوند کې کومې ښېګڼې رامنځته شي، خو دومره ویلای شم چې موږ له جګړې ستړي یو، دې ته هم اندېښنه نه کوو، باید ووایو چې افغان ښځې همغه حقونه چې اسلام ورکړي، لکه د کار حق، د زړه کړو حق او نور غواړي، په وروستیو کې باید یو ځل بیا یادونه وکړم چې سوله نه یوازې زما بلکې د افغانستان د ټولو خلکو لپاره لومړيتوب لري.))

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.