مزارشريف (پژواک، ٣ وری ٩۹): چارواکي وايي چې په افغانستان کې پر کرونا ناروغۍ اخته لومړی تن په بلخ ولایت کې مړ شو.
د بلخ د عامې روغتيا رئيس ډاکټر خليل حکمتي، پژواک خبري اژانس ته د دې موضوع پخلى وکړ او ويې ويل، دغه شخص د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکى و او تېره شپه يې ساه ورکړې ده.
ده زياته کړه، دغه شخص چې ايران ته هم نه و تللى، درې ورځې مخکې يې ټيسټ شوى و او ډاکټرانو ورته توصيه کړې وه چې قرنطين شي، خو د ډاکټرانو لارښوونې ته يې پام نه و کړى.
د هغه په وينا، دغه شخص د ګردو او جګړ ناروغي هم لرله.
دا په افغانستان کې د کرونا ويروس لومړنى قرباني دى، خو تردې مخکې پردې ويروس اخته يو کس روغ شوى دى.
د دې ويروس خپرېدل ورځ تر بلې په هېواد کې په ډېرېدو ده.
د عامې روغتيا وزير نن اعلان وکړ چې د لسو تازه پېښو په ثبتېدو په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۴ ته ورسېد.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن