ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په تېرو دوو اوونیو کې هلمند کې ۷۹ طالبان او ۱۵ امنیتي سرتېري وژل شوي”

“په تېرو دوو اوونیو کې هلمند کې ۷۹ طالبان او ۱۵ امنیتي سرتېري وژل شوي”

author avatar
22 Mar 2020 - 16:29
“په تېرو دوو اوونیو کې هلمند کې ۷۹ طالبان او ۱۵ امنیتي سرتېري وژل شوي”
author avatar
22 Mar 2020 - 16:29

لښکرګاه (پژواک، ٣ ورى ٩٩): د هلمند حکومتي چارواکي وايي چې په تېرو دوو اوونيو کې په دغه ولايت کې ٧٩ طالبان او ١٥ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

د هلمند والي محمد ياسين خان د وري په درېيمه په مرکز لښکرګاه کې يوې خبري غونډې ته وويل چې په تېرو دووه اوونيو کې وسله والو طالبانو په ځینو سيمو کې پرله پسې ډله ييز بريدونه کړي، خو ټول بريدونه يې پر شا تمبول شوي دي.

ده وويل چې د يادو ډله ييز بريدونو پر مهال ٧٩ وسله وال طالبان او ١٥ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((طالبانو د اورکم له اوونۍ وروسته په دغه ولايت کې خپلو بريدونو ته زور ورکړى دى، خو هېڅ لاسته راوړنه لري.))

د هلمند والي وايي چې د وسله والو طالبانو پرله پسې بريدونو افغان ځواکونه اړ کړل چې يو ځل بيا له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته مخه کړي.

په دې خبري ناسته کې په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان ډګر جنرال ولي محمد احمدزي وويل، د وسله والو طالبانو د بريدونو پر وړاندې دوى هم اړ دي چې بريدونه وکړي.

هغه وايي: ((بهرنيو ځواکونو هم د هوايي بريدونو په برخه کې له مونږ سره ژمنه کړې او طالبانو بريدونه نه شي کاميابېداى.))

همدارنګه په ياده غونډه کې د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الرحمن جواد وويل چې په تېره يوه اوونۍ کې پوليسو په مرکز لښکرګاه او ولسواليو کې د هدفي وژنو په تور ١٥ کسان نيولي دي.

بل لور ته د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

خو په هلمند کې يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د اورکم له اونۍ وروسته طالبانو ٣٧١ بريدونه په افغان ځواکونو ترسره کړي دي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې کره معلومات نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.