کابل (پژواک، ٤ وری ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په هېواد کې د دوو نویو پېښو په ثبتېدو سره پر کرونا د اخته کسانو شمېره ٤٢ ته لوړه شوه.
د عامې روغتيا وزارت سلاکار ډاکټر وحیدالله مایار د وري په ٤ مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوه نوې پېښې ثبت شوې دي.
هغه زیاته کړه چې دې نویو پېښو کې يوه په لوګر او بله سمنګان ولايت کې ده.
دغه راز د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په افغانستان کې له دې ناروغۍ څخه لومړی تن د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې مړ شوی دى.
د يادونې ده، د کرونا ويروس يا (کويډ ١٩) درې مياشتې مخکې د لومړي ځل لپاره په چين کې خپور شو او اوس د نړۍ ١٩٠ هېوادونو ته رسېدلى دی.
د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې څه د پاسه ١٣ زره کسان مړه شوي او څه دپاسه ٣٠٠ زره نور کسان پرې اخته شوي چې ډېر یې بېرته روغ شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن