ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزار کې پر کرونا د اخته ناروغانو درملنې لپاره ۲۰۰ بستریز روغتون پرانيستل شو

author avatar
23 Mar 2020 - 14:44
author avatar
23 Mar 2020 - 14:44

مزارشريف (پژواک، ۴ ورى ۹۹): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو درملنې په موخه په لنډمهال ډول  دوه سوه بستريز روغتون پرانيستل شو.

دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې یو شمېر کسان پر کرونا اخته دي او یو کس مړ شوی دی.

د عامې روغتيا مرستيال ډاکتر فدامحمد پيکان د وري په ۴مه مزارشريف کې خبريالانو ته وويل چې په دې سره په هېواد کې د کرونا ويروس درملنې په موخه د ځانګړو شوو بسترونو شمېر ۷۰۰ ته ورسېد.

نوموړي پژواک ته وويل چې مخکې له دې يې په ملکي روغتون کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو درملنې لپاره يو واټ ځانګړی کړی و، خو وضعيت ته په کتو يې ښه وګڼله د ځانګړو بسترونو شمېر ۲۰۰ ته ورسوي.

هغه زياته کړه چې دغه دوه سوه بستريز مؤقتي روغتون يې د مزار ښار په حاجي کمپ کې فعال کړ.

حاجي کمپ په مزارشريف کې موقعيت لري چې له شمال زون څخه حج ته د تلونکو کسانو لپاره جوړ شوی دی.

د عامې روغتيا وزارت مرستيال د بلخ له حج او اوقافو له رياسته مننه وکړه چې ياد مرکز يې دوی ته وسپاره.

نوموړي دا هم وويل چې په راتلونکې اوونۍ کې به مزارشريف کې هم د کرونا ويروس ازمايښت پيل شي.

هغه په خلکو غږ وکړ چې د روغتيا وزارت پر وقايوي لارو چارو عمل وکړي او د سطحي نښو په پيدا کېدو هم روغتون ته مراجعه وکړي.

په ورته مهال د بلخ د حج او اوقافو رييس مولوي جان محمد حقجو پژواک ته وويل چې د ټولو جامع جوماتونو خطيبانو ته يې سپارښتنه کړې؛ څو له کرونا ويروس څخه د مخنيوي په موخه خلکو ته تبليغ وکړي.

هغه زياته کړه چې خلک بايد د کرونا ويروس د مخنيوي برخه کې د ډاکټرانو سپارښتنو ته په جدي ډول پاملرنه وکړي.

حقجو وایي: ((موږ يو جامع حديث لرو چې حضرت محمد ص هم په ځينو حساسو شرايطو کې ځينو صحابه وو ته له لاس ورکولو څخه ډډه کړې؛ نو د روغ پاتې کېدو په خاطر دا د خلکو وجيبه ده چې يو بل ته له لاس ورکولو څخه ډډه وکړي؛ څو دغه ويروس نورو خلکو ته سرايت ونکړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.