ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ۱۴سوه ټنه مېوو ساتلو په وړتیا سړه خونه جوړه شوه

ننګرهار کې د ۱۴سوه ټنه مېوو ساتلو په وړتیا سړه خونه جوړه شوه

author avatar
23 Mar 2020 - 15:20
ننګرهار کې د ۱۴سوه ټنه مېوو ساتلو په وړتیا سړه خونه جوړه شوه
author avatar
23 Mar 2020 - 15:20

جلال اباد (پژواک، ۴ وری ۹۹): ننګرهار کې د يو سوداګر له لوري په دغه ولايت کې د سبزيو او مېوو د ساتنې لپاره د ۱۴سوه ټنه مېوو ځایولو په وړتیا سړه خونه جوړه شوه.

پر یاده سړه خونه اته سوه زره امريکايي ډالر پانګونه شوې او ډاډ ورکوي چې پر فعاليت به يې ننګرهار کې د سبزيجاتو او مېوو د نرخونو لوړېدو ستونزه حل شي.

دا سړه خونه د جلال اباد ښار په پنځمه ناحيه کې جوړه شوې او پرون د کب په ۳مه مازديګر ناوخته پرانيستل شوه.

د دې خونې جوړوونکي محمد عمرعرب وويل چې دغه سړه خونه د ۱۴ سوه ټنه سبزيو او مېوې ساتنې ظرفيت لري چې د يو فصل سبزي او مېوه به په بل کې خلکو ته وړاندې شي.

هغه وايي، په دې سړه خونه کې به پر ننګرهار سربېره د ختيځو ولايتونو هر ډول سبزيجات او مېوې وساتل شي.

په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي ډاکتر مخلص خوښي وښوده چې له دې وروسته به اضافي سابه او مېوه بل فصل ته ساتل کېږي او په دې توګه به په کور دننه د سبزيو او مېوې ساتنه کېږي.

هغه وايي، دا ډول سړې خونې هم د عامو خلکو لپاره ګټورې دي او هم د کروندګرو لپاره ځکه حاصلات ترې په ښه بيه اخېستل کېږي او بيا د اړتيا په وخت کې بازار ته وړاندې کېږي.

تر دې وړاندې په ننګرهار کې د سړې خونې نه درلودو له امله په هر فصل کې کروندګرو د دې له امله زيان ليده چې په يوه وخت به ډيره سبزي توليد شوه چې د بازار نه درلودو له امله به يې نرخونه ټيټ او کروندګر به په کې زيان مونده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.