ترینکوټ (پژواک ۴ ورى ۹۹): د اروزګان له زندان څخه هغه ۲۹ بندیان چې نن د کرونا وایروس د مخنيوي لپاره خوشې شوي، د ناسم پوهاوي له امله ازاد شوي او د بېرته نيولو هڅه يې پيل شوې ده.
د اروزګان له زندان څخه د کرونا وايروس د نه خپرېدو لپاره، نن ٢٩ کسان چې څلور ماشومان او يوه ښځه په کې شامل وو، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خوشې شول.
خو يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خوشې شويو بنديانو په اړه تر جوړو شويو مراسمو يو ساعت وروسته هغوى خبر ترلاسه کړ چې په دې اړه فرمان رسمي نه دي او ولسمشر لا توشيح کړى نه دى.
سرچينه زياتوي، په دې فرمان کې يواځې د بنديانو د وضعيت معلومولو په خاطر معلومات غوښتل شوي، خو د غلط فهمۍ له امله بنديان خوشې شوي دي.
سرچينه زياتوي، له مرکز کابل څخه ورته سپارښتنه شوې چې ژر تر ژره خوشې شوي کسان بېرته ونيسي او زندان ته يې واچوي. که دا کار ونه کړي، نو اړوند مسوولين به بنديان شي.
سرچينه کاږي، له همدې امله اوس په ښار کې مسوول کسان ګرځي ترڅو خوشې شوي بنديان ونيسي چې تراوسه پورې يې څو کسان نيولي او پاتې نور لا نادرکه دي.
د اروزګان د ولايت مقام په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي.
خو د والي وياند زړګي عبادي يواځې همدومره پژواک ته وويل: "د زندانیانو د خوشې کېدو په اړه کومه ستونزه شته او هغوی بیاځلي راګرځېدلي دي ترڅو بایومتریک پروسه یې بشپړه شي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن