د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کونړ کې د وژل شوو سرتېرو کورنۍ وایي چې حقوق یې پر وخت نه ورکول کېږي

کونړ کې د وژل شوو سرتېرو کورنۍ وایي چې حقوق یې پر وخت نه ورکول کېږي

Mar 23, 2020 - 16:23

اسعد اباد (پژواک، ۴ وری ۹۹): په کونړ ولایت کې د افغان پوځ په لیکو کې د وژل شوو سرتېرو کورنۍ وايي چې حکومت يې حقوق پر وخت نه ورکوي.

د لسګونو سرتېرو د کورنیو غړو د وري په ۴مه د کونړ په مرکز اسعد اباد ښار کې راټول شوي وو او په دې اړه یې اعتراض درلود.

دوی وایي، له کلونو راهیسې ورسره بار بار د استوګنې نومرو د ورکړې ژمنې شوې، خو حکومت تر اوسه په دې برخه کې کوم عملي اقدام نه دی کړی.

د حبیب الله په نوم یوه سپین ږیري چې زوی یې د ملي اردو په لیکو کې له خلکو او هېواده د دفاع په موخه یې ژوند له لاسه ورکړی، وایي چې کورنۍ یې له سختو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی ته د شهیدانو حقوق پر وخت نه ورکول کېږي، ده غوښتنه وکړه چې حکومت دې د سرتېرو قربانیو ته درناوی وکړي او د دوی د یتیمانو پالنې او ساتنې لپاره دې په وخت د دوی حقوق ورکړي.

د عبدالمالک په نوم یو بل تن چې زوی يې اته کاله وړاندې ملي پوځ کې وژل شوی، ویل چې حکومت په کراتو کراتو د استوګنې نومرو ژمنې کړې خو تر اوسه په کونړ ولایت د یوه سرتېري یتیمانو ته د کور لپاره نومره نه ده ورکړل شوې.

 نوموي له حکومته غوښتنه وکړه چې د سرتېرو له کورنیو سره دې خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

 ده وویل که په کونړ ولایت کې دولتي ځمکې نه وي نو په ګاونډیو ولایتونو کې دې دوی ته ځمکې ورکړل شي.

د محمد په نوم بل کس چې د ده زوی هم په ملي پوځ کې وژل شوی وویل چې حکومت تر اوسه دوی ته د حج امتیاز هم نه دی ورکړی.

نوموړي زیاته کړه، د کونړ د سرتېرو کورنۍ له دغه امتیازه تر اوسه بې برخې پاتې دي.

د کونړ ولایت مرستیال ډا کټر ګل محمد بیدار وایي، په کونړ ولایت کې د ځمکې د کمښت له امله دوی تر اوسه نه دي توانېدلي چې د افغان وسله وال پوځ په لیکو کې د وژل شوو سرتېرو کورنیو ته د استوګنې نومرې ورکړي.

هغه زیاته کړه، د سرتېرو کورنیو ته د هغوی حقوق د بانک له لارې ورکول کېږي خو کله چې له مرکز څخه د دوی حقوق حواله شي نو دلته بیا د پنځه ورځو نه نه اوړي او دوی ته ورکول کېږي.

د بیدار په وینا، ځیني وختونه بودجه کې کمی راځي چې بیا د یوه کال حقوق بل ته پاتې کېږي خو هغه هم بیا دوی ته ورکول کېږي.

د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو امر محمد طیب پژواک ته وویل چې تر اوسه په کونړ کې د افغان ملي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د وژل شوو  ۲۲۰۰ کورنۍ له دولته نغدي امتیازات اخلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking
Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan