ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«اوس هم د کابل په مختلفو سیمو کې ګڼه ګوڼه شته»

«اوس هم د کابل په مختلفو سیمو کې ګڼه ګوڼه شته»

author avatar
24 Mar 2020 - 20:40
«اوس هم د کابل په مختلفو سیمو کې ګڼه ګوڼه شته»
author avatar
24 Mar 2020 - 20:40

کابل (پژواک، ۵ وری ۹۹): له کرونا ویرس څخه د مخنیوي په موخه د عامې روغتیا وزارت پر سپارښتنو سربېره، اوس هم د کابل په مختلفو سیمو کې ګڼه ګوڼه شته او یو شمېر هېوادوال د کرونا ویروس په اړه معلومات نه لري او وقایه نه مراعتوي.

د پژواک خبري اژانس خبریال چې نن ښار ته تللی و، د کابل له څو ښاریانو سره یې خبرې کړې دي.

یو شمېر هېوادوال وایي، اوس هم لکه د تېر په څېر د ښار په مختلفو برخو کې ګڼه ګوڼه شته او د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د روغتیا وزارت سپارښتنې نه مراعتیږي.

اوس مهال که د کابل ښار مختلفو برخو ته لاړ شو، لیدل کېږي چې یو شمېر هېوادوال په ځانګړې توګه بېوزله خلک پر خپلو پزو ماسک او لاسونو دستکش نه لري.

د عامې روغتیا وزارت او نورو بنسټونو پر سپارښتنو سربېره، اوس هم ځینې خلک په ځانګړي ډول ځوانان له ملګرو سره د مخامخېدو په حال کې یو بل په غېږ کې نیسي او یو بل ښکلوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په افغانستان کې ٧٤ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي؛ خو د عامې روغتیا وزیر وایي چې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ښایي ۱۶ مېلیونو کسانو ته لوړ شي.

له دې سره، د کورنیو چارو وزارت د هوټلونو، د اوبو د لوبو د حوضونو، حمامونو او سپورتي مجتمعګانو پر فعالیتونو او ټول هغه محلونه چې خلک په کې راټولیږي، منعه کړي  او د پولیسو منسوبینو ته یې سپارښتنه کړې چې د یادو اصنافو د فعالیت په صورت کې به د کابل ښاروالۍ په مرسته له سرغړونکو سره جدي چلند وکړي.

له کرونا ویروس څخه د هېوادوالو بې خبري:

په کابل ښار کې یو ټکسي چلوونکي عبیدالله د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې له ماسک او دستکش څخه ګټه نه اخلي؟، وویل چې د کرونا ویروس د زیانونو په اړه دقیق معلومات نه لري.

د غه ټکسي چلوونکي زیاته کړه: «موږ شکر مسلمانان یو او په خدای ج عقیده لرو او زه بې له خدایه، له کرونا ویروس او نورو ناروغیو نه ډارېږم.»

په یوه دولتي روغتون کې د اورتوپېدي یو ډاکتر مرزا ملک ملکزاده چې مېرمن یې هم ډاکټره ده، وایي چې دی، مېرمن، ماشومان او د کورنۍ نور غړي یې له ماسک او دستکشو څخه ګټه نه اخلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.