ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بنديان: د څرخي پله زندان کې دې د کرونا خپرېدو د مخنیوي لپاره تدابیر زيات شي

بنديان: د څرخي پله زندان کې دې د کرونا خپرېدو د مخنیوي لپاره تدابیر زيات شي

author avatar
24 Mar 2020 - 17:24
بنديان: د څرخي پله زندان کې دې د کرونا خپرېدو د مخنیوي لپاره تدابیر زيات شي
author avatar
24 Mar 2020 - 17:24

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٩): د څرخي پله زندانیان وايي، زندان ته د پایوازانو نه ورتګ له امله د دوی پیسې ختمې شوي، ناروغانو ته درمل نه رسیږي او په دغه زندان کې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره که تدابیر ډېر نه شي، ناورین به رامنځته شي.

له دغه زندان څخه د زندانیانو د شورا په نوم رسماً یو شکایت پژواک خبري اژانس ته رسېدلی دی.

په دغه شکایت کې راغلي، د کرونا خپرېدو مخنیوي لپاره له دوو اوونیو راهیسې دغه زندان ته د پایوازانو په ورتګ بندیز لګېدلی دی، خو د دې محبس په سلګونه نور کارکوونکي هره ورځ له معاینې او صحي مصؤنیت پرته زندان ته ورځي.

د زندانیانو د یاد شکایت له مخې، پر پایوازانو د بندیز له کبله ډېرو بندیانو پیسې ختمې کړې او ناروغانو ته پوره درمل نه ورسیږي، له همدې امله زندانیان غواړي په دغه زندان کې د کرونا مخنیوي لپاره دې تدابیر ډېر شي.

د څرخي پله په زندان کې د بندیانو شورا یوه غړي نیاز محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه زندان یوه پلاوي د کرونا ویروس د مخنیوي د تدابیرو نیولو لپاره یوه میاشت وړاندې ژمنه کړې وه، خو تر اوسه د پام وړ څه نه دي شوي.

دی وايي: "په دومره سخت حالت کې بیا هم زندانیانو ته له روغتیايي پلوه بې کیفیته غذا ورکول کېږي، د زندان د چاپېریال نظافت سم نه ساتل کېږي او هم د خلکو ګڼه ګوڼه زياته ده؛ که دلته د کرونا خپرېدو د مخنیوي لپاره تدابیر ډېر نه شي، نو یو لوی ناورین به رامنځته شي."

د هغه په وینا، د پلچرخي زندان په بلاکونو کې د څلور زره بندیانو پر ځای له لس زرو څخه زیات زندانیان اوسیږي او خونو ته د تازه هوا داخلېدو لارې هم پرې بندې دي.

د محبسونو خپلواکې ادارې مرستیال خلیل الله ضیایي پژواک ته وویل، زندانونو ته د پایوازانو پر ورتګ د بندیانو په خوښه بندیز لګېدلی او که چېرته زندانیانو ته په اوونیو پایوازان ور نه شي، نو دومره تاثیرات خو خامخا لري.

دي وايي: "د څرخي پله په زندان کې د یوه روغتيايي مرکز ترڅنګ د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته هلته د قرنطین یو مرکز هم جوړ شوی او ۱۴ ډاکټران په کې په دندو بوخت دي."

د هغه په وینا، په دغه زندان کې د تېر وخت په پرتله تګ راتګ کم شوی، دوامداره دوا پاشي کېږي او نور محافظتي تدابیر هم نیول شوي دي، خو هغه امکانات چې دوی یې لري، بسنه نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د کورونا ویروس خپرېدو مخنیوي لپاره ولسمشر تېره ورځ په یوه فرمان سره د هغو ښځینه او نارینه زندانیانو چې پر پنځو کلونو بند محکوم شوي وي، عمر یې ۶۰ کاله یا ترې ډېر وي او یا سخته ناروغۍ ولري، د خوشې کولو امر کړی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.