ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د ولسمشر د فرمان خلاف لا هم ننګرهار کې ځينې ديني مدرسې نه دي بندې شوې

​د ولسمشر د فرمان خلاف لا هم ننګرهار کې ځينې ديني مدرسې نه دي بندې شوې

author avatar
24 Mar 2020 - 17:22
​د ولسمشر د فرمان خلاف لا هم ننګرهار کې ځينې ديني مدرسې نه دي بندې شوې
author avatar
24 Mar 2020 - 17:22

جلال اباد (پژواک، ۵ وری ۹۹): وروسته له هغه چې افغانستان کې د کرونا ويروس د خپرېدو اندېښنې زياتې شوې، ولسمشر په يو فرمان کې په ټول هېواد کې د يوې مياشتې لپاره د زده کړو د مرکزونو د بندېدو امر وکړ خو په ننګرهار کې لا هم يو شمېر ديني مدرسې د دغه فرمان خلاف پرانيستې دي.

په دغه فرمان کې ټول پوهنتونونه، د لوړو زده کړو موسسات، ښوونځي، ديني مدرسې او ښوونيز مرکزونه شامل دي چې شاوخوا لس ورځې وړاندې تړل شوې دي.

د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار شاوخوا سيمو او ولسواليو کې ګڼې داسې مدرسې شته چې لا هم نه دي رخصت شوي او د ځايي خلکو په خبره د مدرسو مسوولين د دغې چارې لامل پر اسلام باور ګڼي.

خلک وايي، د مدرسو مسوولينو خپلو زده کوونکو ته ويلي چې کرونا ويروس د مسلمانانو لپاره نه دی، نو ځکه بايد ديني مدرسې بندې نه شي.

د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې يو اوسېدونکي غلام الله پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوی د کور څنګ ته يوه ديني مدرسه چې لږ تر لږه پنځه سوه ښځينه زده کوونکې په کې پر زده کړو بوختې دي، لا هم نه ده رخصت شوې.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي عبيدالله شينواري هم تاييد کړه چې لا هم ډېرې ديني مدرسې نه دي رخصت شوي او دا چاره يې د خلکو د روغتيا پر وړاندې ګواښ ياد کړ.

د ننګرهار د پوهنې رييس حسيب الله شينواري هم پژواک سره د خبرو پرمهال ومنله چې ځينې مدرسې لا هم نه دي رخصت شوي او وايي، د مدرسو کنټرول تر ډېره د اوقافو رياست پورې تړلې ده.

د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي محمد داوود مجاهد د معلوماتو له مخې، دغه ولايت کې شاوخوا ۱۲سوه ديني مدرسې چې نيمايي يې راجسټر شوې نه دي، موجودې دي او راپورونه يې تر لاسه کړي چې ګڼې مدرسې لا هم نه دي تړل شوي.

هغه وايي، د ننګرهار له ټولو دیني عالمانو يې په دې برخه کې نظر اخيستی او په اوسنيو شرايطو کې د مدرسو په بندېدو ټول رضا شوي دي، خو ځينې مدرسې لا هم د مسوولينو له لوري په دې خاطر چې پر دين کلک ايمان لري، نه دي تړلې.

مجاهد زياتوي، اوس يې کمپاين پيل کړی چې ټولو مدرسو ته خپل استازي ولېږي او مدرسې وتړل شي، خو وايي، ځينو مدرسو له دوی څخه د مشخص وخت لپاره اجازه اخيستې چې ازموينې او دستار بندۍ خلاصې کړي.

ديني عالمان هم د اسلام له نظره په داسې شرايطو کې د ديني مدرسو تړل کېدل غوره عمل ګڼي او وايي، اسلام د عقيدې ترڅنګ د ځان ساتلو سپارښتنه هم کړې ده.

ديني عالم مولوي محمد غني فاروقي وايي: ((په داسې وختونو کې که يواځې خلک په دې عقيده وي چې هر څه د الله په لاس کې دي، دا سمه خبره ده چې هر څه د الله په لاس کې دي، خو ډېری قراني ايتونو او نبوي احاديثو کې دا ثابته ده چې بايد ځان وساتل شي، حتی محمد صلی الله عليه وسلم ناروغانو ته لاس نه دی ورکړی.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.