د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

«اوس هم د کابل په مختلفو سیمو کې ګڼه ګوڼه شته»

روغتیا

آرشيف

ټولنه

آرشيف

«اوس هم د کابل په مختلفو سیمو کې ګڼه ګوڼه شته»

Mar 24, 2020 - 20:40

کابل (پژواک، ۵ وری ۹۹): له کرونا ویرس څخه د مخنیوي په موخه د عامې روغتیا وزارت پر سپارښتنو سربېره، اوس هم د کابل په مختلفو سیمو کې ګڼه ګوڼه شته او یو شمېر هېوادوال د کرونا ویروس په اړه معلومات نه لري او وقایه نه مراعتوي.

د پژواک خبري اژانس خبریال چې نن ښار ته تللی و، د کابل له څو ښاریانو سره یې خبرې کړې دي.

یو شمېر هېوادوال وایي، اوس هم لکه د تېر په څېر د ښار په مختلفو برخو کې ګڼه ګوڼه شته او د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د روغتیا وزارت سپارښتنې نه مراعتیږي.

اوس مهال که د کابل ښار مختلفو برخو ته لاړ شو، لیدل کېږي چې یو شمېر هېوادوال په ځانګړې توګه بېوزله خلک پر خپلو پزو ماسک او لاسونو دستکش نه لري.

د عامې روغتیا وزارت او نورو بنسټونو پر سپارښتنو سربېره، اوس هم ځینې خلک په ځانګړي ډول ځوانان له ملګرو سره د مخامخېدو په حال کې یو بل په غېږ کې نیسي او یو بل ښکلوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په افغانستان کې ٧٤ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي؛ خو د عامې روغتیا وزیر وایي چې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ښایي ۱۶ مېلیونو کسانو ته لوړ شي.

له دې سره، د کورنیو چارو وزارت د هوټلونو، د اوبو د لوبو د حوضونو، حمامونو او سپورتي مجتمعګانو پر فعالیتونو او ټول هغه محلونه چې خلک په کې راټولیږي، منعه کړي  او د پولیسو منسوبینو ته یې سپارښتنه کړې چې د یادو اصنافو د فعالیت په صورت کې به د کابل ښاروالۍ په مرسته له سرغړونکو سره جدي چلند وکړي.

له کرونا ویروس څخه د هېوادوالو بې خبري:

په کابل ښار کې یو ټکسي چلوونکي عبیدالله د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې له ماسک او دستکش څخه ګټه نه اخلي؟، وویل چې د کرونا ویروس د زیانونو په اړه دقیق معلومات نه لري.

د غه ټکسي چلوونکي زیاته کړه: «موږ شکر مسلمانان یو او په خدای ج عقیده لرو او زه بې له خدایه، له کرونا ویروس او نورو ناروغیو نه ډارېږم.»

په یوه دولتي روغتون کې د اورتوپېدي یو ډاکتر مرزا ملک ملکزاده چې مېرمن یې هم ډاکټره ده، وایي چې دی، مېرمن، ماشومان او د کورنۍ نور غړي یې له ماسک او دستکشو څخه ګټه نه اخلي.

هغه د دې په ښکاره کولو چې افغانستان یو اسلامي هېود دی او کرونا ویروس تر اوسه سرايت نه دی کړى، وایي چې زه په همدې عقیده یم چې شکر مسلمانان یو او پنځه وخته لمونځ کوو او د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې نه عملي کوو.

د کابل ښار د ده افغانان اوسېدونکی رمضان چې په کراچۍ کې د خلکو مالونه وړي او راوړي، په داسې حال کې چې د مخابراتو وزارت مخې ته د سړک پر غاړه ولاړ و، پژواک ته یې وویل، د ورځې تر ۲۰۰ افغانیو کار کوي، د کورنې پنځه غړي لري او کور یې په کرایه نیولی دی.

هغه وویل، نه شي کولی له خپلو ورځنیو عایداتو څخه د کرونا ویروس پر وړاندې د مقابلې لپاره د کورنۍ غړو ته وقایوي وسایل وپېري، ځکه د دغو وسایلو او مینځونکو توکو بیې ډېر لوړې شوې دي.

د کابل ښار دغه اوسېدونکي له حکومت او مسوولو بنسټونو وغوښتل څو خلکو او د هغوی کورنیو ته پوهاوی ورکړي، د مخنیوي لارې یې ورته وښيي او وروسته وقایوي وسایل هم ورکړي.

هغه وایي چې دی او کورنۍ یې نه پوهېږي چې د یاد ویروس پر وړاندې څنګه خپل ځانونه وساتي.

اقتصادي ستونزه د ماسک او دشتکشو د نه پېرلو سبب شوی دی:

د کابل ښار یو کراچۍ وان بازمحمد لوګري چې ماسک او دستکش یې په لاسونو نه لرل، وویل چې د کورنۍ غړي یې نهه کسه دي او د ماسک او دستکشو د اخیستلو توان نه لري.

هغه په دولت له نیوکې سره وویل چې تر اوسه یې له هېڅ دولتي او غیر دولتي بنسټه په وړیا توګه ماسک او دستکش نه دي ترلاسه کړي.

نوموړي د هېواد له سیاسي رهبرانو وغوښتل چې خپل جنجالونه پرېږدي او د کرونا مخه ونیسي څو بېوزله او فقیر خلک هلاک نه شي.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې شهلا وویل، د خوړو توکو اخیستلو پیسې نه لري او څنګه و کولای شي چې ماسک او دستکش واخلي.

دغه ۴۵ کلنې مېرمنې د دې په بیانولو چې ۲۱ کلن زوی یې د بېوزلي او ډېرې اندېښنې له امله ځان وژلی، زیاته کړه چې د ماسک او دستکشو د پېرلو توان نه لري، باید په وړیا ډول ووېشل شي څو خلک له یاد کرونا ویروسه په امن وي.

د ماسک او دستکشو له نه وېشلو څخه د دولتي کارکوونکو اندېښنې:

د کابل ښار یو شمېر د ترافیکو منسوبینو چې نه یې غوښتل نومونه یې یاد شي، له پژواک سره په خبرو کې وویل چې د پولیسو او ترافیکو لپاره له ماسک او ستکشو څخه استفاده اړینه ده او د هغه د وړیا وېش غوښتنه یې وکړه.

هغوی وویل، ځینې یې چې د ماسک او دستکشو د اخیستلو توان لري له بازاره یې اخلي؛ خو یو شمېر یې بیا د اقتصادي ضعف او پوهاوي نه درلودو له امله ماسک او دستکش نه استفاده کوي.

هغه کسان چې د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې یې عملي کړي دي:

د کابل ښار اوسېدونکي نور اقا پریاني چې پر خوله ماسک او لاسونو یې دستکش لرل، وویل چې هره ورځ له کوره له وتلو مخکې په خوله ماسک او لاسونو دستکش په لاس کوي څو پر دغه ناروغۍ اخته نه شي.

هغه د دې په ښکاره کولو چې په کورنۍ کې هم د عامې روغتیا وزارت سپارښنتې علمي کوي، وویل چې عامې روعتیا وزرات څو ځله خلک له راټولېدو او هغو ته په کور کې د پاتې کېدو سپارښتنه وکړه؛ خو له بده مرغه چې اوس هم هېوادوال پیغامونه او سپارښتنې په پام کې نه نیسي او ښاریان لکه مخکې په ګڼه ګوڼه کې ګډون کوي.

د کابل یوې بلې اوسېدونکې فاطمې وویل، د ټکسي یو چلوونکی، کراچۍ وان او نور کسب کاران چې هر یو یې د ۵ یا ۱۰ د کورنۍ غړي لري، د غذایي توکو د پېر توان نه لري، هغوی څنګه ماسک او دستکش وپېري او څنګه ځانونه قرنطین کړي.

د کابل بل اوسېدونکی ام النبین فاضلي وویل چې په کرونا د وېرې د نه اخته کېدو لپاره ټول وخت دستکش او ماسک استفاده کوي او د شيانو د لمس په وخت لاسونه په ميکروب ضد مایع مينځي.

بلخوا د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال توحید شکوهمند پژواک ته وویل چې د کرونا ویروس د خپرواي په لومړیو کې یو شمېر نړیوالو خیریه بنسټونو له روغتیا وزارت سره په همغږۍ د خلکو لپاره د ښار په کچه ماسک او دستکش ووېشل.

هغه زیاته کړه چې اوس هم د عامې روغتیا وزارت په هغو روغتونونو او ځایونو کې چې خلک قرنطین دي، ماسک او دستکش په وړیا ډول توزېع کوي.

د هغه په خبره، اوس مهال د عامې روغتیا وزارت د ښار په کچه د ماسک او دستکشو د ورکولو پرګرام نه لري.

هغه زیاته کړه: ((که اقتصادي وضعیت ښه شي، ښایي چې ماسک او دستکش ووېشو.))

د یادونې ده چې تر اسه په هېواد کې د کرونا ویروس ٧٤ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ٥٣ یې د هرات ولایت اړوند دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan
Maiwand Bank - Just Banking