فراه (پژواک، ۵ وری ۹۹): تېره شپه د فراه په خاکسفېد ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله دوه کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۵۰ کورونه سخت زیانمن شوي دي.
د فراه د والي ویاند فاروق بارکزي پژواک خبري آژانس ته وویل چې تېره شپه د ورښتونو او سېلابونو له امله د خاکسفېد والسوالۍ په جیجه کلي کې دوه اته او نهه کلن ماشومان مړه شوي او شاوخوا ۱۵۰ کورونه وران او یا زیانمن شوي دي.
هغه وایي، د فراه ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست له دوو همکارو موسسو سره په ګډه نن له سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه یادې سیمې ته لومړني توکي لېږدوي.
خو د د جیجه کلي اوسېدونکی سهیل وایي چې تېره شپه د کورونو د چپه کېدو له امله لس کسان سرسري ټپیان شوي هم دي.
هغه وایي: «کله چې اوبه ډېرې شوې خلک له خپلو کورونو ووتل او د ډېرو تلفاتو مخه ونیول شوه.»
د خاکسفېد ولسوالۍ اوسېدونکی احسام الدین د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې سېلابونو د دې ولسوالۍ په میر هزار، ناجو، تخت، کارېز صادق او کارېز برهان کلیو کې هم خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.
هغه وایي، سېلاب ځپلي خلک مرستو ته اړتیا لري.
د راپورونو له مخې، تېر کال هم په فراه کې سېلابونو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې زرګونه کورونه زیانمن کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن