ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لښکرګاه کې د ولسي جرګې د منشي دوه ورېرونه وژل شوي

لښکرګاه کې د ولسي جرګې د منشي دوه ورېرونه وژل شوي

author avatar
24 Mar 2020 - 11:53
لښکرګاه کې د ولسي جرګې د منشي دوه ورېرونه وژل شوي
author avatar
24 Mar 2020 - 11:53

لښکرګاه (پژواک، ٥ ورى ٩٩): د هلمند حکومتي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو په بريد کې د ولسي جرګې د منشي دوه ورېرونه وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د وري په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د لښکرګاه ښار په منځ کې د ولسي جرګې د منشي کريم خان اتل پر ورېرونو وسله وال بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د اتل دوه ورېرونه ځاى پر ځاى وژل شوي دي.

ده زياته کړه: ((دغو دواړو هلکانو هېڅ ډول دولتي دنده نه درلوده.))

ځواک زياتوي چې د يادې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې پيل شوي دي.

همدارنګه د لښکرګاه ښار يوه هټۍ وال عبدالله پژواک ته وويل: ((دوه موټرسايکل سپاره راغلل، د کريم خان اتل پر ورېرونو يې ډزې وکړې، دواړه يې ځاى پر ځاى مړه کړل، هغوى بيا وتښتېدل.))

دغه راز ځواک دا هم وويل چې تېر ماښام په لښکرګاه ښار کې د پوليسو چک پاينټ ته نږدې د ماين چاودنه شوې چې په ترڅ کې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په هلمند کې يو ځل بيا د هدفي وژنو پېښې ډېرې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.